د سولې څارنظــر

کابل اداره ولي له دوحې تړون وېره لري؟

څېړنه: قاري محمد يونس راشد

د الاماره ويب پاڼو مسئول او د طالبانو د فرهنګي کمېسیون غړی

د افغانستان اسلامي امارت او د امريکا متحده ايالاتو تر منځ لاسليک شوی تړون چي ملګرو ملتونو، امنيت شوری او د افغانستان د همسايه هيوادونو په شمول د نړۍ لويو هيوادونو منلی او له تړون څخه يې خپل ملاتړ اعلان کړی؛ د کابل ادارې د بېځايه خواهشاتو لپاره پکي څه نشته.
امريکا او متحدينو يې کلونه خوارۍ وکړې چي طالبان بايد د افغانستان شخړه له کابل ادارې سره خپله حل کړي، ځکه دواړه اړخه افغانان دي او ګواکي جنجال د افغانانو تر منځ دی، خو اسلامي امارت له لومړي سره امريکايانو او نورو اشغالګرانو ته په ښکاره ټکو ويلي وو چي موږ په کابل کي ستاسو لخوا ګمارل شوې اداره نه په رسميت پېژنو او نه يې دومره صلاحيت لرونکې او واکداره بولو چي د اشغال د خاتمې او د هيواد د برخليک په اړه دي ور سره خبري وکړو، خبري بايد لومړی له داسي چا سره وشي چي د جګړې اصلي لوری دی او په خپل ظالمانه يرغل سره يې د ګران هيواد واک عملاً په لاس کي اخيستی دی.
امريکا له کلونو جګړې او ډول ډول نيرنګونو وروسته دې ته چمتو شوه چي مخامخ له اسلامي امارت سره مذاکرات وکړي او د اشغال د خاتمې لپاره پر يوه تړون توافق ته ورسره ورسېږي.

د دوحې تړون د افغانستان د راتلونکي برخليک اساس دی!

د دوحې تړون د داسي دوو اړخونو تر منځ لاسليک شوی چي يو طرف ګټونکی او بل مجبور دی، امريکا مجبوره وه د اسلامي امارت هغه اوږده سياسي او نظامي مبارزه تاييد کړي چي په نتيجه کي يې مظلوم افغانان له اشغال وروسته داسي يو افغانستان وويني چي پر خپلو پښو ولاړ او د يوه بشپړ اسلامي نظام درلودونکی وي.
د تړون ځيني مهم مواد چي اسلامي امارت د مطلوبو نتايجو په توګه تر لاسه کړل :

لومړی- د اشغال خاتمه : په تړون کي د هيواد بشپړه خپلواکي تضمين شوه، اسلامي امارت په دې عقيده دی چي د اشغال په صورت کي له اشغالګرو سره هر ډول جوړجاړی ديني او ملي خيانت، ځان تېرايستل او عقيدوي دښمن ته تسليمېدل دي، له همدې امله لومړنی او اساسي هدف د اشغال خاتمه وه تر څو نورو برخو ته لاره هواره شي.

دوهم – اسلامي نظام : اسلامي امارت د اشغال په سيوري کي رامنځته شوی هر ډول نظام او قانون نامشروع ګڼي او د افغانانو لپاره د يوه خپلواک افغانستان په غېږه کي د داسي يوه اسلامي نظام غوښتونکی دی چي اسلامي شريعت پلی او د مظلومو افغانانو اوښکي پاکي کړي، د نړۍ له هيوادونو سره د متقابلي همکارۍ پر بنسټ اړيکي جوړي او هيواد د پرمختګ لور ته بوځي.

دريم – بين الافغاني مذاکرات : په تړون کي د بين الافغاني مذاکراتو اصطلاح په درجولو سره اسلامي امارت د افغانستان د نوي اسلامي نظام په اړه د افغانانو تر منځ په کېدونکو مذاکراتو کي خپل دريځ تثبيت کړ، مذاکرات بايد د اسلامي امارت او افغاني جهتونو تر منځ وشي او کابل اداره د دغو جهتونو له جملې د يوه جهت حيثيت لري ، نه دا چي کابل اداره د يوه دولت يا نظام په شکل په مذاکراتو کي ګډون وکړي.

څلورم – د افغانستان د راتلونکي په اړه د بهرنيانو د مداخلې مخنيوی : د دوحې په تړون کي امريکايانو تعهد کړی چي د افغانستان د راتلونکي په اړه به د بين الافغاني مذاکراتو په شمول د افغانستان په ملي موضوعاتو کي مداخله نه کوي.
د پورته ذکر شويو لاسته راوړنو پر بنسټ اسلامي امارت د افغانستان د روښانه راتلونکي په اړه ډاډه دی، د دې پر ځای چي د کابل ادارې په نامه د واک او پيسو د څو وږو غلامانو غوښتنو ته پاملرنه وشي او د دوی يوازنی ارمان واک ورسره ووېشل سي؛ د بين الافغاني مذاکراتو په نتيجه کي به يو افغان شموله اسلامي نظام د مظلومو افغانانو رښتيني خدمت ته را دانګي او د مقدس شریعت په رڼا کي به ټولو افغانانو ته د خوښۍ او امن چاپيريال برابروي.

د قرآن او سنت له نامه څخه کابل اداره څنګه استفاده کول غواړي؟

اسلامي امارت د مذاکراتو لپاره د دوحې تړون د يوه تشريعي اصل په توګه اساس نه دی ټاکلی، بلکي د هغو لاسته راوړنو د حفاظت لپاره يې اساس ګرځولی چي له مخي يې بايد د بين الافغاني مذاکراتو مسير و ټاکل شي، اسلامي امارت د يوه حکومت او نظام په نامه له کابل ادارې سره مذاکرات نه کوي بلکي له افغاني جهتونو سره به چي هر جهت به يوازي د خپل ګوند/ ډلي او شخصيت په استازيتوب ګډون کوي؛ مذاکرات تر سره کوي، د مذاکراتو محور به د راتلونکي اسلامي حکومت په چوکاټ کي د شرعي قوانينو د تنفيذ د کيفيت پر تشريح ، د رعيت د حقوقو پر ميکانيزم او هغو اندېښنو په اړه بحث وي چي د مذاکراتو ګډونوال يې د راتلونکي حکومت د جوړښت او قوانينو په اړه لري، د اسلامي امارت دغه دريځ امريکايانو چي هيواد يې عملاً اشغال کړی؛ په دوحې تړون کي منلی دی، اسلامي امارت د امريکايانو په شمول ټول بهرنيان د راتلونکي اسلامي حکومت د ايجاد، جوړښت او تشکيل په چارو کي له هر ډول سياسي او نظامي مداخلې منع کړي او دې خبري ته امريکايانو په دوحې تړون کي تعهد ښودلی.
کابل اداره غواړي د قرآن او سنت له نامه څخه په استفادې د هغه حيثيت پر ځای چي دوی ته د دوحې په تړون کي ورکړل سوی؛ ځان ته مستقل حيثيت ورکړي، د دې تر څنګ د مذاکراتو په نتيجه کي د ترسره شويو فيصلو د تعميل لپاره د ضمانت په نامه د بهرنيو فوځيانو دوامداره مداخلې ته لاره هوارول يې بل هدف دی، کابل اداره له دوحې تړون په ځانګړي ډول له دغو مواردو ځکه وېره لري چي هلته نه دوی ته مستقل حيثيت ورکړل شوی او نه د راتلونکي حکومت په چارو کي بهرنيانو ته د مداخلې اجازه، که څه هم دغه مداخله د ضمانت يا په بل نامه وي.

د اسلامي امارت هره پرېکړه به د قرآن او سنت په رڼا کي وي!

د دې پر ځای چي د مذاکراتو د اساس په توګه د دوحې تړون منتفي سي ؛ د قرآن او سنت په رڼا کي دي عمل په وشي، اسلامي امارت ډاډه دی چي د دوحې تړون هره ماده د مقدس شريعت پر اصولو برابره ده، ځکه د هري مادې په اړه له لويو علماوو او مشائخو سره مشورې سوي او د هغوی له تائيد وروسته په تړون کي ځای ورکړل شوی دی، اسلامي امارت چي د مبازرې اصلي هدف يې د قرآن او سنت پلي کول دي؛ لازمه ګڼي چي د اشغال تر سيوري لاندي جوړ شوي قوانين، د پرمختګ په نامه رواج شوې بې ديني او نور له شريعت سره ټکر اعمال د نولس کلونو لاسته راوړنو په نامه مذاکراتي مېز ته رانوړل شي، بلکي د قرآن او سنت د سپېڅلو هداياتو پر اساس ترمیم کړل شي.

له مذاکراتي ټېم د کابل ادارې ابزاري استفاده او د امريکا مسئوليت

که څه هم د مذاکراتي ټيم د جوړښت په اړه له لومړي سره ملاحظات موجود وو خو دا چي د هيواد د اکثرو جريانونو په استازيتوب اشخاص پکي موجود دي؛ د اسلامي امارت مذاکراتي ټيم د مذاکرې پر مېز ور سره کښېنوست، مګر د کابل ادارې د قدرت ليونيان چي له هر فرصته د خپلو شخصي اغراضو او واک غځولو لپاره استفاده کوي؛ دا موقع هم غنيمت وګڼل او د خپل بيده بخت د بيدارولو لپاره يې دوی د ازمويني ميدان ته خوشي کړل، دوی هيله لري چي له مذاکراتي ټيم په ابزاري استفادې به په خپل وروستي چانس کي د کلونو ارمان پوره کړي او ددوی د واک د بقاء په صورت کي به د ديموکراسۍ په شمول د نولس کلنو لاسته راوړنو دفاع وکړي، د افغاني جهتونو مذاکراتي ټيم يې د تش په نامه اسلامي جمهوريت بې صلاحيته مذاکراتي ټيم ياد کړ او د بين الافغاني مذاکراتو د محوري موضوعاتو پر ځای يې خپل بېهوده فرمايشونه ورکړل.
د امريکا دولت د دوحې تړون په اساس مسئوليت لري چي د مذاکراتي ټيم په مخ کي پراته خنډونه ليري کړي او خپلي اصلي موضوع ته يې متوجه کړي، ځکه له امريکا سره په تړون کي پر داسي بين الافغاني مذاکراتو هوکړه شوې چي ټيم يې له افغاني جهتونو متشکل، اعضاء يې د فردي/ګوندي صلاحيت په چوکاټ کي مسئول او کابل اداره يې د يوه غړي په توګه ګډونواله وي.

د افغاني جهتونو مذاکراتي ټيم ته مشوره

اسلامي امارت چي د امريکا له دولت سره يې د اشغال د خاتمې تړون لاسليک کړی؛ هوډ لري چي د هيواد داخلي موضوع له افغان جهتونو سره حل او فصل کړي، اسلامي امارت بين الافغاني مذاکراتو ته د دوحې تړون له لاري داخل شوی او د همدې تړون په اساس به وړاندي ګامونه اخلي، څرنګه چي بين الافغاني مذاکرات د کړيدلو افغانانو ارمانونو ته د رسېدلو اسانه او لنډه لاره ده نو د ښې نتيجې د تر لاسه کولو لپاره يې بايد اقدامات سنجيده، پر واقعيت ولاړ او د ملي احساس پر اساس ترسره شي،

په لاندي توګه د افغاني جهتونو مذاکراتي ټيم ته مشورتاً څو وړانديزونه لرم :

لومړی : مذاکراتي ټيم بايد له دولتي چوکاټه را وايستل سي، که ټيم د کابل ادارې اړوند معرفي کېږي، دا به په ښکاره د مذاکراتي ټيم د سپکاوي په معنی وي او له دوحې تړون سره به په ټکر کي وي.
دوهم : مذاکراتي ټيم بايد له فرمايشي اجنډاوو ډډه وکړي، د راتلونکي حکومت د اړوندو چارو په اړه که اندېښنه، پېشنهاد او يا نظر وي بايد پر هغو بايد بحث وکړل شي.
دريم : هغه خلاء چي په مذاکراتي ټيم کي د ځينو مطرحو اشخاصو او ګوندونو په نشتون کي موجوده ده بايد ډکه کړل شي، اسلامي امارت مذاکراتو ته ددې لپاره نه دی تللی چي واک د طرفينو تر منځ ووېشل سي بلکي د هري افغاني ډلي او مطرح شخصيت د غوښتنو او اندېښنو په اورېدلو سره غواړي چي ټول افغانان په راتلونکي حکومت کي خپل ځان وويني، اوس چي ځيني مطرح اشخاص لکه د احمدشاه مسعود او برهان الدين رباني د کورنيو غړي او يا نور مشهور/ د قوم په سطحه مهم کسان چي له مذاکراتي ټيم د باندي دي، خبرداری ورکوي چي د دغو مذاکراتو پايلي موږ ته د منلو وړ نه دي، دغسي کسان بايد په مذاکراتي ټيم کي ځای کړل سي.

پای

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

زماپه نظرداصطلاحی طالبانولویه غلطی داده چه باید داشغال ګروسره یی په تړون کی داتثبیته کړی وای چه ستاسوتپل شوۍ حکومت باید موقتی حکومت ته دحکومت چاری تسلیم کی ولی چه په دی ۱۹کاله کی دی حکومت کم کاردملک دپاره کړۍ دی کم کومکونه چه له دنیاافغانستان ته راغلی دی باید پوښتنه ځنی وسی چه تاسوچیری خرڅ کړی دی داداشغالګرودناکامۍ یولوی علت ددی حکومت نااهلی اوخود خواهی اوبی انصفی هم ده که له اوله ددی حکومت ده له منځه وړلوچاره سوی وای نن به داجنجال نه وای اشغالګروداماده حطمی منله ولی چه اشغالګراقتصادی توردافغانستانه وتلوته مجبوروواودی که تړون وکی اویایی ونکی… نور لوستل »

A saeed

شه لېکنه
خو دا دی مسعود زوئ او ربانی زوئ خبره دی بېخې بی جاېه ده. دا ده قوم او ملت قېادت مېراثی نه ده.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x