دیني، سیرت او تاریخ

د سمرقند او بخارا په وینو لړلی ژوند«دویمه برخه»

ژباړه: لمر شرفزوی

اتیا کاله وړاندې د ازبکستان د مسلمانانو حال:

زه ولې په پټه له کوره ووتم؟ او په کومو پړاوونو اخته او په کومو سیمو تېر شوم؟ دې پوښتنو ته له ځواب مخکې اړینه ده، چې د ازبکستان د ماضي لوري ته ور وکرځم.

د فرغانې د ښار (ننني ترکمستان) د اندجان په ولسوالۍ کې قایقي یوه وړه سیمه ده؛ په همدې سیمه کې ما په۱۹۱۰ ز کال کې نړۍ ته سترګې وغړولې. پلار مې مولانا خوجه خان نومېد؛ نیکه مې شیخ عزت الله او د مور نیکه مې غیاث الدین نمنګاني نومیدل او د وخت ستر پوهان وو.

د مور نیکه ته مې استادالعلما‌‌ء لقب ورکړل شوی و او د شاګردانو کړۍ یې ډېره پراخه وه. د پلار د نسب په لړۍ کې مې څلور نسله علماء او د نقشبندیه د لړۍ خلفا‌ء تېر شوي. د مور له لوري مې د نسب ريښه سیدنا حسین(رض) ته رسېږي او د کورنۍ نسبت مې د اسلام ستر مجاهد قتیبه بن مسلم (رح) ته کېږي، چې د دین د تبلیغ لپاره ترکستان ته راغلی و، په همدې خاوره کې یې هستوګنه غوره کړه او له هغې وخته تر ننه په دې نسل کې ستر شیخان او علما‌ء تېر شوي. زما د هجرت تر وخته یې قبرونو شتون درلود.

هغه وخت چې وحشې او ځناور صفته روسانو پر ترکستان بې رحمه بریدونه پیل کړل؛ زما د مور نیکه غیاث الدین او د مور ماما مې له طورتوره نمنګاني سره د روسانو پر وړاندې د مبارزینو او خنډ اچوونکو په لومړي کتار کې وو؛ نیکه مې په همدې جرم په تلپاتې حبس محکوم شو او په پای کې یې په زندان کې له دې نړۍ کډه وکړه.

زما ماما ګان عبدالحمید خان توره، عبدالرشید خان توره او محی الدین خان توره له سترو هستیو، متقیانو، زاهدانو ، عابدانو او د عوامو او خواصو له ورته رجوع کوونکو څخه وو( د “خان” توری په ترکستان کې د سیدانو یا واکمنو لپاره کارول کېږي).

زمونږ کورنۍ ډېره لویه وه او مونږ یولس ورونه او خویندې وو. پېنځه ورونه او دوه خویندې له ما مشران وو او د کورنۍ ښځینه مو هم په فارسي او عربي علومو پوښلې وې. زما مور او څلور خویندې یې ټولې عالمانې وې. زمونږ د ګټې وټې مدرک کښت او سوداګري وه. پېنځه مربع ځمکه مو درلوده، چې دوه نیم په کې للمي او پاتې آبي وه. پدې ځمکو کې بڼونه او ځنګلونه وو، کښت هم په کې کېدو او نېکمرغه ژوند مو تېراوه.

د ځمکو څښتنان په عمومي توګه بزګر وو او د مالیت لپاره یې دهقانانو ته ځمکه نه ورکوله.

مزارعت هم و، خو پر مزارعینو تېری نه کېده. کار کوونکو ته پوره مزدوري ورکول کېده او هیڅ داسې بزګر نه و، چې د ځمکې څښتن دې نه وي. ځمکه وال د هندستان او پاکستان د جابرو پانګه والو په څېر نه وو.

زما د ماشومتوب ژوند یو انقلابي ژوند و. زمونږ د کورنۍ ډېرو وګړو د شهادت جام څښلی و. زما ګرانه مور دا چې د عربي او فارسي ژبو عالمه وه، نو د هغې په لارښوونه کې مې پر زده کړو پیل وکړ. د زده کړو لومړي پړاوونه مې په خپله سیمه کې تر سره کړل او ثانوي زده کړي مې په پټه د نمنګان، سمرقند او شین ښار په ښارونو کې وکړې. زما د زده کړو په پټه د کولو لامل د سوسیالیستانو له لوري په ترکستان کې د دیني زده کړو ممنوع کرځول وو. د دین تبلیغ او خپرول ستر جرم ګڼل کېده، د دیني علم زده کولو ګوندې انسان غمونو او کړاوونو ته ورباله.

د روس له انقلاب مخکې زمونږ په هېواد کې عصري او نوې زده کړې یوازې تش په نوم وې او روسي ژبه د زده کړو رسمي ژبه ګرځېدلې وه؛ اداره او ښوونځي د مسیحیانو په لاس کې وو او هغوی ډېر سخت متعصب او د نظر له پراخۍ بيخي تش وو. مسلمانانو ته به یې نصرانیت ته بلنه ورکوله. په عمومي توګه همدې خلکو د ښوونکو په توګه دندې تر سره کولې او په مسلمانانو کې به یې د تعلیم له لارې د نصرانیت د دود کولو ډېرې هڅې کولې.

ددې ښوونځیو فارغان به تر ډېره بې دینه او د روسانو د واکمنۍ مرستندوی وو؛ ځکه خو عامو مسلمانانو له دې ښوونځیو سره پرېکون وکړ او فارغانو ته یې په کوم ارزښت او حیثیت قایل نه وو. خو شرعي زده کړې د ترکستان په زرګونو مدرسو کې روانې وې او ترکیه ژبه د تدریس ژبه وه. هیڅ کلی او ښار له دیني مدرسې خالې نه و او خیرپالو وګړو د بې شمېره مدرسو لپاره ډېرې ځمکې وقف کړې وې.

دې مدرسو دیني طالبانو ته زده کړه وړیا ورکوله، خو میاشتنۍ روپۍ او وړیا کتابونه په کې نه وو او د زده کوونکي د دولسو یا شپاړسو تعلیمي کلونو لګښت د دوی پر خپله غاړه و. د دیني مدرسو فاضلانو به یا سوداګري کوله، یا به یې په روس نېولو ریاستونو کې د فتوا د لیکلو دنده تر سره کوله او یا به د مسمانانو په نارسمي محکمو کې په دنده ګومارل کېدل.

یادو مدرسو یوه بله نړۍ درلوده؛ دې مدرسو د دین ضد سیاستونو او بې دینو کسانو لپاره د کار د ډګر دروازې پرانستې پرېښې وې او د ترکستان ټولنه د اسلام له نړۍ ناخبره او تر څه بریده ورڅخه پرې وه.

دې لورېينو او هوساینې ټولنه په بشپړه توګه د هېرې په خوب کې ډوبه کړې وه. هر سړی شاعر او هر انسان په خوندونو پسې و او د کال دوه فصلونه به په سیل او چکر تېرېدل. د شهرت د ترلاسه کولو لپاره د ډېرو مالونو لاس ته راوړل او لګښت کول زمونږ د ویاړ سرچینه او د امتیاز نښه ګڼل کېده.

علماء عموماً تنګ فکره، په لنډ فکرۍ اخته او په فرعي مسایلو کې ښکېل او بند وو، تصوف اوج ته رسېدلی و او شیخان او صوفیان د ټولنې له عملي مسئلو بې پروا او په خپلو عبادتځایونو پورې نښتي وو. مراقبه، کشف قبور، ځانته والی، ریاضت، چِله او د وحدة الوجود په اړه مناقشه د دوی عمده بوختیا وه او خپلو مریدانو ته به یې هم پر همدې شیانو توصیه او تلقین کاوه. که چا به د دوی پر جُمود نېوکه کوله، نو دوی به ویل، چې مونږ جهاد ته ورننوځو، خو تر هغې مخکې په خانقاګانو کې زمونږ روزنه د حقیقي موخې لپاره لومړی ګام دی.

دا په ازبکستان کې د مسلمانانو د شپې او ورځې ژوند و.

نور بیا….

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x