افغانستان

غور کې د ماین چاودنې شپږ ولسي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۵ تله، ۱۳۹۹ل):د غور ولایت د مرکز «فیروزکوه» ښار په مربوطاتو کې د سړک د غاړې ماین چاودنې د ښځې په ګډون شپږ تنه ولسي وګړي وژلي.

د غور د والي ویاند «عارف عابر» رسنیو ته ویلي، چې نن ورځ «جمعه»  غرمه مهال د مرکز فیروزه کوه اړوند «میان ګرګي وبره» نومي سیمه کې د ولسي وګړو لېږدوونکی «فلاینګ کوچ» موټر د سړک غاړې ماین ته برابر شوی، چې له امله یې شپږ تنه وژل شوي.

د عابر په خبره، د پېښې په قربانیانو کې یوه ښځه او پنځه نارینه شامل دي.

ورته مهال ځيني رسنی وایي، پېښه داسې مهال رامنځته شوې چې د ولسي وګړو په موټر کې یوه حامله مېرمن د فیروزکوه له «پلال» نومي کلي څخه روغتون ته لېږدول کېده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x