افغانستان

بغلان کې ۲۳ دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۵ تله، ۱۳۹۹ل): د بغلان ولایت په مرکز پلخمري او نهرین ولسوالیو کې له تیرې ورځې راهیسې ۲۳ دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د طالبانو په رسمي ویب پاڼه الاماره د خپاره شوي خبر په اساس تیره ورځ د بغلان ولایت نهرین ولسوالۍ په سبحانو سیمه کې د قومندان حنیف په مشرۍ ۱۳ تنه اربکیان طالبانو ته تسلیم شوي او خپلې وسلې او مهمات یې هم طالبانو ته سپارلي دي.

سرچینې دغه راز د بغلان ولایت مرکز پلخمري ولسوالۍ کې د تیرو څو ورځو په جریان کې طالبانو ته د ۱۲ دولتي عسکرو د تسلیمۍ خبر ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ ددې ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د ښځنیه قومندانې کفتر په مشرۍ لسګونه دولتي ملیشې او اربکیان هم طالبانو ته تسلیم شوي وو.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې طالبانو ته د تسلمېدونکو دولتي عسکرو او پولیسو په شمېر کې زیاتوالی راغلی او هره ورځ لسګونه دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیمیږي.

د روان کال فبروري میاشتې په ۲۹ د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې توافقنامې له لاسلیک او دولتي منسوبینو ته د طالبانو د مشر شیخ هبة الله اخندازده لخوا د عامې بښنې له اعلان وروسته په زیات شمېر کې دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیمیږي، تیره میاشت هم شاوخوا ۱۳۰۰ تنه دولتي عسکر او منسوبین طالبانو ته تسلیم شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x