افغانستانسولې اړوند خبرونه

عبدالله: د کابل د مذاکراتي ټيم د غښتلتیا لپاره دې کار وشي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۵ تله، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې په دوحه کې د طالبانو او له کابله تللي پلاوي تر منځ خبرې رواني دي؛ د کابل حکومت د پخلاینې عالي شورا مشر «عبدالله عبدالله» پر افغان سیاسي مشرانو غږ کړی چې د کابل د مذاکراتي ټيم د تقویت او غښتلتیا لپاره کار وکړي.

عبدالله چې  د کندهار د پخواني امنیه قوماندان «عبداالرارق» د دوهم تلین په مناسبت  یې په کابل  کې رابلل شوې ناستې ته وینا کوله، پر سیاسي مشرانو باندې غږ وکړ چې « د کابل مذاکراتي ټیم د غښتلتیا لپاره کار وکړی، تر څو هغوی  په ښه توګه خپلې چارې مخته یوسي او د ولس غږ په ورسوي.»

عبدالله زیاته کړه، چې د افغان دولت مذاکراتي ټیم د «افغانانو د هویت او تمامیت ساتنې» په موخه مذاکراتو ته ناست دی او د افغانستان له خلګو استازیتوب کوي.

نوموړي ددې تر څنګ طالبانو ته په خطاب کې وویل، چې د بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته دې د امارت د بیا راوستلو هڅه نه کوي؛ ځکه دده په خبره، دا «ناسمه محاسبه ده.»

عبدالله د طالبانو له لوري په یو شمېر ولایتونو کې د جګړې په زیاتوالي هم اندېښنه وښوده او په خبره يې، د جګړې او په یو ولایت یا ولسوالۍ کې د برلاسۍ له لارې د سولې مزل لنډېدای نشي.

د عبدالله له لوري پورته څرګندونې په داسې وخت کې دي چې په قطر کې طالبانو او د افغان جهتونو مذاکراتي ټيمونه د خبرو مېز ته ناست دي.

که څه هم له مذاکراتو یوه میاشت تېرېږي؛ خو لا هم دواړه لوري نه دي توانېدلي د ناستو د طرزالعمل په تړاو هوکړې ته ورسېږي.

طالبان ټينګار لري، چې بین الافغاني مذاکرات د طالبانو-امریکا تر منځ د شوي تړون په اساس پیل شوي؛ نو ځکه باید راتلونکي توافقات هم په همدې بنسټ وي؛ مګر له کابله تللی پلاوی په دې اړه توافق نه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x