افغانستان

نیمروز کې د نښتې پرمهال ۲۵ دولتي عسکرو ته مرګ ژوبله اووښتې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۵ تله، ۱۳۹۹ل): د نیمروز ولایت په دلارام ولسوالۍ د دولتي عسکرو او طالبانو ترمنځ نښته کې ۲۵ دولتي عسکرو ته د مرګ ژوبلې رسېدو خبر ورکړل شوی دی.

طالبانو ددې نښتې د تایید ترڅنګ ویلي، چې تیره شپه یې د دلارام ولسوالۍ په دهمزنګ سیمه کې د دولتي عسکرو په هغې پوستې وسله وال بریدونه ترسره کړي، چې ملکي خلک ورڅخه په تنګ وو او په عامه ځایونو یې د توپونو او هاوانونو بریدونه کول.

د طالبانو په رسمي ویب پاڼه الاماره کې ددې نښتې په هکله داسې لیکل شوي:

«د نیمروز ولایت د دلا رام ولسوالۍ اړوند د دهمزنګ په سیمه کې بیګاه شپه ۲ بجې دمزدور دښمن پر هغه قرارګاه وسلوال بریدونه ترسره شول چې دملکي خلکو پر کورونو به یې دهاوانونو اونورو درنو وسلو په مټ ډزې کولي.»

سرچینه زیاتوي په دغه پنځلس دقیقه ییزه نښته کې یاده قرارګاه د طالبانو لاسونو ته لویدلې، ۲۰ تنه دولتي عسکر وژل شوي، پنځه نور ټپیان او د قرارګاه یو عراده ټانګ او څو میله سپکې او درنې وسلې هم طالبانو ته په لاس ورغلي دي.

باید وویل شي چې طالبانو په دې وروستیو کې د هغو دولتي عسکرو او پوستو پر وړاندې خپل عملیات تیز کړي، چې د ولسي خلکو په کورونو د توپونو او هاوانونو ویشتلو له امله د ملکي تلفاتو لامل ګرځېدلي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x