شعـــــرونه

ما د زړۀ قدم د انتظار په چړو ايښی و/ ريحان

شفاعت ريحان

څوک به دي زما په ځای يارۍ باندې نيولی وي
دومره په اسانه خو دي زۀ له زړۀ نه، نۀ وتم

تاته خو عادي وه، تلې راتلې به څۀ دي نۀ ګڼل
روغ به وې او جوړ به وې، له کاره خو به زۀ وتم

ما د زړۀ قدم د انتظار په چړو ايښی و
څۀ په ناروا درد دي له غېږ د بېلتانۀ وتم

موري! موري! ما لکه ماشوم په غېږ کې ونيسه
زۀ به له نړۍ په خوب دِ تا د ځنګانۀ وتم

ماته يې له خاورو ستا د زلفو خوشبويي راوړل
خود به له کوټې څخه په سيل د بارانۀ وتم

شفاعت ريحان

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x