نړۍ

اسلامي دولت نوی پاسپورت خپور کړ

نن ټکی آسیا: اسلامي دولت تر هغې وروسته چې په سوریه او عراق کې یې اسلامي خلافت اعلان کړ، په موصل کې په رسمي توګه نوی پاسپورت خپور کړ.

یني شفق ترکي وېبپاڼې د راپور په اساس اسلامي دولت دغه پاسپورت تېره ورځ په موصل ښار کې خپور کړی، د اسلامي دولت تر واک لاندې سیمو کې تر دې مهاله ۱۱زرو کسانو باندې نوی پاسپورت ویشل شوی.

د اسلامي دولت له لوري خپور شوی نوي پاسپورت باندې «الخلافة الاسلامیة» لیکل شوی او څنګ ته یې د اسلامي دولت تور بیرغ دی. همدا راز په پاسپورت لیکل شوي که ددې پاسپورت حامل ته څه ضرر ورسېد نو هغې سیمې ته به پوځونه ولېږل شي.

راپورونه وايي چې دغه پاسپورت د موصل ښار په پاسپورت او تذکرو په دفتر کې تیار شوی.

اسلامي دولت څو ورځې دمخه د ریف نومې سیمې یو شمېر سیمې ونیولې. همدا راز د سوریې په حلب نومې سیمې کې جرابلس نومې سیمه ونیوله. اوس داسې راپورونه ورکول کیږي چې دوی د حلب په شمال ختیځ کې پروت عین العرب ستر ښار پر لوري پرمختګ کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x