شعـــــرونه

د عبدالباقي مهاجر دوه شعرونه

عبدالباقي مهاجر

پرېږ ده چي زمونږ د وینو تږي شرمسار پاته شي
پرېږ ده چي پړي یې خیجل پر سر د دار پاته شي

پرېږ ده چي ستوري مشالونه خپل وطن ته راشي
پرېږ ده چي لمر پر خپله خاوره او دِیار پاته شي

پرېږ ده غلامه لاپي مه وهه په پرو تو باندي
پرېږ ده چي لاس کي دي نیمګړی خوني وار پاته شي

پرېږ ده بادار دي درنه ځي غلامه څه به کوې
پرېږ ده تاریخ ته به دي نوم د ستر غدار پاته شي

پرېږ ده ایمان په څو ډالرو باندي مه خرڅه وه
پرېږ ده ژوندون به دي ډیر ستړی او ناچار پاته شي

پرېږ ده راځه د مهاجر ګل امارت ته راشه
پرېږ ده چي پل دي پر مسیر د خواږه یار پاته شي
…………
نه دي د زور جواب لري نه د خبري یاره
دریځ دي ځار شم لکه کرښه د ډبري یاره

جانانه ستا د خولي خبري ماته دی رالګي
لکه سندل لکه عسل لکه شکري یاره

اوس دي غربیان په رسمیت پېژني ګل طالبه
نور یې توبه درسره نه وهي ډغري یاره

راځه راځه د ازادۍ قدم راواخله اشنا
نیست او نابود کړه د شیطان لعین لښکري یاره

ستا فولادي عزم خونخواره نړۍ ماته کړله
د مرګ په دام کي دي حصاري کړي ککري یاره

قربان قربان شم استشهاده ستاله دروند ګزاره
اور دي پر ډیرو یرغلګرو کړلي زغري یاره

د مهاجر غریب له ښکلي نازنین قلم نه
درته ډالۍ دې وي خوږي خوږي سندرې یاره

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x