ورزش

د مليون جام‌ او کرکټ بورډ ترمنځ لانجه، څوک حق او څوک ناحقه؟

نن ټکی اسيا (جمعه، ۲۵ تله، ۱۳۹۹ل): د افغانستان کرکټ بورډ او د مليون کرکټ جام چارواکو ترمنځ په داسې حال کې لانجه رامنځته شوې چې يو لوری بل ته خبردارۍ ورکوي.

د مليون جام چارواکي ادعا کوي چې دوی د ياد جام بشپړ حقوقي اسناد لري چې په ۲۰۱۳م کال کې د کرکټ بورډ لخوا لاسليک شوي دي.

د افغانستان کرکټ بورډ وړمه ورځ د ياد ليګ په غبرګون کې په يوې اعلاميې خپرولو سره د ياد جام د مخنيوي په پار وويل چې دغه ليګ بايد له کرکټ بورډ څخه حقوقي سند (NOC) واخلي، تر څو لوبغاړو ته په کې د لوبېدو رسمي اجازه ورکړل شي‌.

په اعلاميه کې راغلي: «که چيرې دوی له کرکټ بورډ سره په تفاهم دغه ليګ ترسره کړي دوی يې ملاتړ کوي، خو هغه لوبغاړي او کارکوونکي چې له کرکټ بورډ سره رسما برحاله قرارداد لري حق نه لري ددې ليګ برخه وګرځي، او د سرغړونې پرمهال به ورسره قانوني چلند کيږي».

بل لوري ته د کرکټ بورډ برحاله قرارداد لرونکی لوبغاړی شاپور ځدران چې د ياد ليګ تنظيمونکی دی، په خپله فيسبوکپاڼه ليکلي وو چې د کرکټ بورډ مشر د ياد جام مخنيوي لپاره هڅې کوي، خو دوی به په هر حالت کې دغه ليګ ترسره کوي.

د مليون جام چارواکو په ۲۰۱۳م کال کې د کرکټ بورډ څخه جواز ترلاسه کړی، چې د هر کال ترسره کېدلو حق لري، او له کرکټ بورډ سره به يوازې د نېټې په ټاکلو تفاهم کوي. دوی ټول هغه اسناد خپاره کړي چې له کرکټ بورډ څخه يې په کې جواز اخيستی دی.

د سږکال مليون جام ترسره کولو لپاره د کرکټ بورډ لخوا د يوې ګمارل شوې کميټې او د وخت اجرائيه مشر لطف الله ستانکزی چې د اوسني چيرمين لخوا ګوښه شوی، تائيد شوی دی‌.

خو د کرکټ بورډ مشر چې له خپل صلاحيت څخه په ګټه اخيستنه ددغه جام مخنيوی کوي وايي، د مليون جام مسئولين بايد NOC ولري، او د سرغړونې پرمهال به ورسره قانوني چلند کيږي چې په دې لړ کې يې قرارداد هم لغوه کېدلی شي.

يو شمېر کرکټ پوهان او شنونکي وايي، د کره شواهدو او اسنادو په شتون کې د کرکټ بورډ د قانون له مخې د فرهان يوسفزي حق نه جوړيږي تر څو د جواز لرلو سربېره دغه ليګ لغوه کړي.

د مليون جام ليګ سيالۍ پخوا هم ترسره شوي او په رسمي ډول په کې د کرکټ ملي لوبډلې قرارداد لرونکي لوبغاړي هم لوبېدلي دي، خو اوس يې پرته له کوم ښکاره دليل د کرکټ بورډ مشر مخه نيسي.

دا په داسې حال کې چې د کرکټ بورډ اجرائيه مشر جار عبدالرحيمزی او ډايرکټر رئيس احمدزی چې د کرکټ بورډ ورځنۍ اداري او تخنيکي چارې پرمخ وړي، دغه ليګ ته د شته جواز له مخې د لوبېدو اجازه ورکړې ده.

ټاکل شوې ده دغه ليګ د روانې اکتوبر مياشتې له ۲۸مې نيټې پېل او د نومبر تر لسمې نيټې دوام وکړي، دا ليګ به په خوست ولايت کې ترسره کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x