افغانستان

فرانسه کې د «ګستاخ رسول» ښوونکي سر پرې شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۶ تله، ۱۳۹۹ل): یو فرانسوي زده کوونکي د هغه ښوونکي څخه سر پرې کړی، چې د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد صلی الله علیه وسلم توهین آمیزه کاریکارتورونه یې نندارې ته وړاندې کړي وو.

فرانس پریس خبري آژانس د چارواکو په حواله راپور ورکړی، څو ورځې وړاندې پلازمینې پاریس ته څېرمه د «کونفلان سان اورین» ښار ګوټي یو انسټیټیوټ کې د تاریخ استاد خپلو شاګردانو ته د درس پرمهال د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد صلی الله علیه وسلم کاریکاتورونونه وړاندې کړي وو، چې له امله یې د مسلمانو زده کوونکو «دیني احساسات» راپارېدلي وو.

سرچینه زیاتوي، وړمه ورځ یو مسلمان زده کوونکي د چړې په واسطه د خپل استاد څخه سر غوڅ کړی او ځای پرځای یې وژلی دی.

د فرانسوي چارواکو د معلوماتو له مخې دغه مسلمان زده کوونکی د برید ځای ته څېرمه د دوو ایرانیانو او پولیسو په ډزو لومړی ټپي شوی، چې د سختو ټپونو له امله یې پرون د جمعې په ورځ ساه ورکړې ده.

له بل پلوه د فرانسې د سترې محکمې چارواکو دا برید یوه تروریستي پېښه بللې او په اړه یې د تحقیقاتو پیلولو خبر ورکړی دی.

د فرانسې پلازمینې ته څېرمه د رسول الله صلی الله علیه وسلم کاریکاتور وړاندې کوونکی استاد په داسې مهال د خپل شاګرد لخوا وژل کیږي، چې دوه اونۍ وړاندې هم یو پاکستاني تبع زده کوونکي د «چارلي هیبډو» مجلې په کار کوونکو برید کې دوه تنه ټپيان شوي وو.

چارلي هیبډو مجلې په ۲۰۱۵ کال کې د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد صلی الله علیه وسلم توهین آمیزه کاریکاتورونو خپرولو اعلان کړی ؤ، چې له امله یې د نوموړې مجلې په دفتر خونړی برید وشو او ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واووښتله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

CHI BAD GARZI, BAD BA PARZI

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x