روغتیا

کرونا ويروس؛ نړۍ په ۲۴ ساعتونو کې له ۴۰۰ زرو زياتې پېښې ثبت کړي

نن ټکی اسيا (جمعه، ۲۵ تله، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې ځينې هېوادونه د کرونا وبا په مخنيوي کې وروستۍ مرحلې ته رسېدلي، لا هم په نوره نړۍ کې په يوه ورځ له ۴۰۰ زرو زياتې پېښې ثبت شوي دي.

روغتيايي چارواکو د پنجشنبې په ورځ په نړۍ کې د ۴ لکه ۴ زره ۷۵۸ مثبتو پېښو د ثبتولو پخلی کړی دی.

د راپورونو له مخې په نړۍ کې د زياتو پېښو لامل د زياتو معاينو ترسره کېدل دي چې د اندېښنې وړ خبره نه بلل کيږي.

په دې لړ کې له ۲۷ اروپايي هېوادونو څخه يې ۱۷ يو وار بيا په ښارونو کې د کرونا خپريدو له کبله بنديزونه لګوي، چې د ايټاليا، بريتانيا، فرانسه، هسپانيا او پولنډ په ګډون ځينې نور هېوادونه په سور خط کې دي او تر ټولو زياتې پېښې يې ثبت کړي دي.

د يادو بنديزونو په لړ کې به هغه مسافرين چې له سور خطي هېوادونو څخه نورو ته داخليږي لونړی له سختو شرايطو او قرنطين څخه تېريږي او بيا به اجازه ورکول کيږي.

فرانسې په خپل مرکزي ښار پاريس کې له شپې ۹ بجو څخه تر سهار ۶ بجو پورې پر خلکو د تګ راتګ بشپړ بنډيز لګولی، په داسې حال کې چې لندن ښار کې هم په بندو ځايونو کې په غونډو او ګډو ناستو بنديز لګېدلی دی.

ددې سربېره هالنډ هېواد پر بارونو او ريستورانتونو بنديزونه لګولي، په داسې حال کې د چيک جمهوريت او ايرلينډ يو وار بيا ښوونځي تړلي دي.

فرانسې په تېرو څلورويشت ساعتونو کې د کرونا له ۳۰ زرو زياتې پېښې ثبت کړي. دغه راز لندن د متوسط حالت څخه بيا پورته ختلی او په هرو ۱۰۰ زره کسانو کې ۱۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

په المانيا کې ۶۶۳۸ مثبتې پېښې ثبت شوي دي. دا هغه هېواد دی چې په اروپا کې يې لومړی پر کرونا د کابو کولو او کنترول اعلان کړ‌ی و.

ددې سربېره په لاتيني امريکا کې په ورځني ډول د کرونا شاوخوا ۱۰۰ زره مثبتې پېښې ثبتيږي، خو د اسيايي هېوادونو په ليست کې هندوستان يوازينی هېواد دی چې لا هم له ۵۰ زرو زياتې ورځنۍ پېښې ثبتوي.

په افغانستان، پاکستان، چين او يو شمېر نورو هېوادونو کې د کرونا مثبتو پېښو کچه لسګونو ته راښکته شوې ده. چين کې له ۵۰ ورځو وروسته يوازې تېره اونۍ ۱۲ مثبتې پېښې ثبت شوې وې، چې وروسته يې د هغه ښار ۹ مليونه نفوسو په پنځه ورځو کې د معاينې کولو پريکړه وکړه‌.

بايد وويل شي چې په نړۍ کې تر دې دمه د کرونا وبا ۳۹ مليونه مثبتې پېښې ثبت شوي، چې له کبله يې ۱.۱ مليون کسان مړه شوي او ۲۹ نيم مليونه بېرته روغ شوي دي. اوسمهال ۸.۸ مليونه فعالې پېښې موجودې دي چې ۱ سلنه يې جدي او ۹۹ سلنه عادي حالت کې دي.

د ساينس پوهانو له نظره کرونا ويروس له پخواني سخت او خطرناک حالت څخه وتلې خو لا هم جدي پاملرنو ته اړتيا لري او د سرغړونو په لړ کې دويمه څپه خپريدونکې ده.

له دې وړاندې د روغتيا نړيوال سازمان خبرداری ورکړی و چې اروپايي هېوادونه دې پاملرنو ته پام وکړي او د کرونا دويمې څپې خپريدو مخنيوی وکړي، خو ځينې شرايط له پامه غورځول دغه وبا يو وار بيا راويښه کړې ده

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x