لیکنېنظــر

په مذاکراتي بهیر کې رامنځته شوې ستونزه څه ډول حل کړای شو؟!

عبدالرحيم (ثاقب) ليكوال او سياسي شنونكى

له اوږده ځنډ وروسته د تیرې چارشنبې په ماښام یوځل بیا د دواړو مذاکراتي ټیمونو غړي په عمومي غونډه کې سره را غونډ شول.

یاده غونډه هم له دواړو مذاکراتي ټیمونو سره د زلمي خلیلزاد او سکاټ میلر تر مکررو لیدو کتو وروسته تر سره شوه.

په عمومي غونډه کې بیا هم د طرفینو ترمنځ اختلافي ټکی د دوحې تړون او کابل امریکا ګډه اعلامیه وه چې د واړه لوري یې په جلا جلا ډول د مذاکراتي بهیر لپاره د مبنی په توګه عرضوي.

داسې ښکارې چې دواړه لوري حاضر نه دي له خپلې مبنی څخه په تنازل سره مذاکراتي بهیر ته د ننه شي.

چې په دې سره له بده مرغه مذاکراتي بهیر تر لومړي ګام اخیستو وړاندې د ځنډ او خنډ ښكار او د ولس هغه هیلې چې په دې بهیر پوري یې تړلې وي له نه هیلۍ سره مخ شوې.

څه باید وکړای شي؟!
دواړه لوري وجدانا او اخلاقا مسؤلیت لري چې له دې تر لاسه شوي فرصت نه په استفادې سره په هیواد کې د جګړې د خاتمې په خاطر د ممکنه تنازل په منلو سره مذاکراتي بهیر له هرډول خنډ او ځنډ څخه وژغوري.

ځکه که خدای مکړه دا فرصت هم له لاسه ورکول کیږي بیا به د افغانانو ترمنځ د داخلي جګړې اور بل او د وچوله طفیله به لانده هم ورسره سوځول کیږي.

څوک باید تنازل وکړي؟!
تیرکال په همدې شپو ورځو کې طالب مذاکراتي استازي له امریکايي لوري سره په مذاکراتي مسابقي کې سرګرم وو.

په هغو مذاکراتو کې هم چې تر یونیم کال زیات وخت يي ونیو د طالبانو او امریکایانو ترمنځ همدغسي ناندرییز موضوعات راتلل چې هر یوه تري تیریدل د ځان په زیان ګاڼه.

خو په پایله کې د جانبینو دا مذاکرات په داسې یوې هوکړې پایته ورسیدل چې تر ډیره بریده وركې د طالبانو غوښتنې پوره شوې.

چې مهمې هغه یې په (۱۴) میاشتو کې له افغانستان څخه د ټولو امریکايي او د هغوی د ایتلافي ځواکونو وتل او د (۵۰۰۰) طالب بندیانو خلاصول دي.

همداراز د یادې پریکړې له مخې طالبان حاضر شول د بین الافغاني مذاکراتو تر عنوان لاندې له افغاني جهتونو سره دغو خبرو ته کیني كومې چې اوس یې بهیر په ټپه ولاړ دی.

له امریکايي مسلکي مذاکراتي ټیم سره د طالبانو بریالۍ چنې او پر هغوی د خپلو غوښتنو منل طالب لوري ته دا غرور ور وباښه چې په اوسنیو مذاکراتو کې له مقابل لوري هم ورته تقاضا وکړي.
ځکه هغوی وايي پر امریکايي لوري زمونږ سیاسي تفوق جوي په پوځي ډګرکې زمونږ د بریا محصول دی، دا چې امریکایانو په مستقیم یا غیر مستقیم ډول دا حقیقت منلی, د هغوی تحت الحمایه اداره یې بايدکرها او طوعا ومني.

كه یې هغوی منلو ته ځان نه ټینګوي امریکایان په داسې سیاسي مخمصې کې راګیر دي چې له امله یې مجبور دی پر دوي يې هغه ډول ومني لکه د ( ۵۰۰۰) طالب بندیانو خلاصول چې یې پري د ټلیفوني دستورونو په مټ ومنل.

لهذا د طالبانو مقابل لوری باید په روان مذاکراتي کشمکش کې خپل وضعیت او شرائط درک کړي او مخکې تر دې چې تنازل ته اړیستل شي خپله هغه لاره غوره كړي چې وضعیت او شرائط یې ایجابوي.

ځکه له طالبانو سره د سیاسي هوکړې پر مهال د واشنګټن لخوا د کابل صرف نظر کولو اغيزې يواځې د فروري تر (۲۹) پوري نه دې محدودې؛ بلکې د هغو سیاسي تبعات له کابل چارواکو څخه د افغانستان په ټولو سیاسي معادلاتو کې د خپل وضعیت او صلاحیت د درکولو ایجاب کوي.

نتیجه:
د فعلي په ټپه دریدلي مذاکراتي بهیر د روانولو لپاره د هر لوري لخوا هر ډول تنازل په حقیقت کې تنازل نه، بلکې د هیواد د روانې غمبزې د پایته رسولو لپاره یوه ستره شهکاري ده چې پرځان یې قبلوي.

د هرلوري په خپل موقف ټینګار نه دا چې مونږ خپلو موخو ته رسولی نشي؛بلکې د فرصتونو د ضیاع په توګه مو ولس او هیواد تر دې هم له بحراني وضعیت سره مخ کولای شي.

پای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
hamid azghar

هیڅ کله امکان نلری چی افعانان دی خپل منځ کی سره جوړشی ځکه داټول دقدرت لیونی دی نو باید ترمنځ یی امریکان اوپاکستانی چاروکی دخل شی ځکه چی ملاتړکوونکی همدوی دی نوباید پردوړو طرفودی فیشار ورید شی چی ترڅوددی جګړی څخه دخلاسون لاره پیده شی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x