افغانستان

د اشرف غني لومړی مرستیال د کابل ښار مؤقت امنیه قومندان شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۶ تله، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې د کابل ښار امنیت ورځ تر بلې د خرابۍ لور ته روان دی، د کابل حکومت مشر اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح ته د کابل ښار امنیتي چارې ورسپارل شوې دي.

امرالله صالح پر خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي، چې سر له نن ورځې (شنبې/۲۶ تلې) څخه به د ډاکټر اشرف غني د امر په اساس د پلازمینې کابل ښار امنیتي چارې پرمخ وړي.

صالح زیاته کړې، چې د قانون د تطبیق او خلکو د امنیت خوندي کولو لپاره به د جنایت کارانو په وړاندې هیڅ مصلحت او ترحم څخه کار وانخلي.

نوموړی چې د خپلې پخوانۍ دندې ترڅنګ به اوسني دنده هم په غاړه ولري، ادعا کړې چې کابل ښار ورته د خپل لاس د ورغوي په څېر معلوم دی او د امنیت د ټینګښت ډاډ یې ورکړی دی.

صالح دغه راز د امنیتي میثاق په نوم د عامو او نا مسئولو وسله والو مسلح کولو پروګرام د خپل امنیتي پلان یو برخه بللې ده، کوم پروګرام چې د ولسي جرګې لخوا رد او په ښار د بې نظمۍ او جرایمو د زیاتېدو لامل بلل شوی ؤ.

د شنونکو په باور د کورنیو چارو وزارت، دفاع وزارت، ملي امنیت شورا او ملي امنیت لوی ریاست په ګډون د لسګونو امنیتي ارګانونو په شتون کې د ولسمشر مرستیال ته د کابل ښار امنیتي چارو سپارل پر امنیتي ارګانونو د حکومت د بې باورۍ د انتهاء ښکارندويي کوي.

د چارو شنونکي اشرف غني له دې امله هم پړ ګڼي چې څرنګه یې یو پخوانی ټوپکسالار او په جنګي او بشري جرمونو لتاړ امرالله صالح د خپل لومړي مرستیال په توګه ګومارلی او علاوه پر هغې یې په غیر قانوني توګه د کابل ښار امنیتي چارې هم ورسپارلي دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ او کورنیو چارو وزارت امرالله صالح ته د کابل ښار امنیتي چارو سپارلو په هکله راټوکېدلو اندېښنو ته تردې دمه ځواب نه دی ویلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نواب

قیچ ناصالح خودت جنایت کار بزرگ هستی، ۶۰ هزار کابلیان را کشتی اول تو باید محکمه شوی! همرای روس پروتوکول داشتی همرای امریکا پروتوکول کردی،تو افغانستان را ویران کردی! دیورندفروش،جنگسالار،پاتکی،لندغر،چریک کابل وقاتل ۶۰ هزار مردم شریف کابل میخواهد امنیت پا یتخت به عهده بگیرد🤣😜 ازبرای خدا پایتخت ! پایتخت !اینه حکومت گپ از امنیت کشور نه بلکی از پایتخت میزند باز افتخار هم میکند؟؟ شرم ۱۹ کاله پنجاب تا دزوی ستا خاوری ته رازی او تا بیغیرته یو دز پنجاب ونه ویشت ته خو هم یو وار پنجاب ته ورشه که غلام نه یی!؟خپل ناموس دیورند مو پری خرس کرو.… نور لوستل »

جمیل

دا غلامان هم بلا دی ، عجائب او نادره کارونه کوی.
د یو هیواد د جمهور رئیس مرستیال د غلو له وجهی د مرکز قوماندان کیږی .
سبا به غلام غنی لیونی وایی چی زه د هلمند والی کیږم چی طالبان وځپم .
الهی جل جلا له د دی منحوسو غلامانو څخه ګران افغانستان وژغوره .

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x