افغانستان

فراه: د راخلاص شوي طالب په کور چاپه کې ۱۲ تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه،۲۶ تله، ۱۳۹۹ل): په فراه ولایت کې د يو تن راخلاص شوي طالب زنداني  په کور د دولتي عسکرو په چاپه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ تنه وژل شوي دي.

راپورونه وايي چې دولتي عسکرو تېره شپه د فراه ولايت مرکز اړوند کوره ګز سيمه کې د محمد قاسم په نامه د يو تن پخواني طالب زنداني په کور چاپه اچولې چې په نتيجه کې د نوموړي په ګډون د هغه د کورنۍ ۱۲ تنه وژل شوي دي.

وژل شويو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل وو.

د سيمې اوسېدونکي وايي چې په دغه کور باندې د ډرون بريدونه هم شوي دي او تر دې دمه هم سيمه کې عسکر موجود دي او کور په کور تالاشي روانه ده.

محمد قاسم څو کاله په باګرام زندان کې بندي و چې څه موده وړاندې راخوشې شو او عادي ژوند يې پيل کړی و.

طالب مشرتابه له زندان څخه خلاص شويو طالب بنديانو ته د خپل عادي ژوند تيرولو امر کړی دی او راخلاص شويو طالب زندانيانو هم خپل عادي ژوند ته مخه کړې ده.

بايد وويل شي چې تر دې وړاندې هم د تازه راخلاص شويو زندانيانو په کورونو چاپې وهل شوي او د هغوی هرکلي ته وتليو خپلوانو باندې يې هوايي بريدونه شوي او وژل شوي دي.

د تېر اګست مياشت کې هم د پروان ولایت مرکز چاریکارو اړوند قلعه سعدالله سیمه کې د ځانګړو ځواکونو په چاپه کې د محبوب شاه په نامه د يو تن نوی راخلاص شوی بندي په کور چاپه ووهله چې نوموړی په چاپه کې لومړی ټپي او بيا يې په روغتون خپل ژوند له لاسه ورکړ.

ددې سربېره په بيلابيلو ولايتونو کې د دا ډول نورو پېښو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

څه موده وړاندې د طالبانو د سياسي دفتر وياند ډاکټر محمد نعيم وردګ په يوه مرکه کې ويلي وو چې له زندان څخه تازه راخلاص شوي طالبان د دولتي ځواکونو له لوري چاپې وهل کيږي چې له امله يې ډېر طالبان او د کورنۍ غړي يې وژل کيږي.

نوموړي ويلي وو چې ډېر هغه طالب زندانيان چې له زندان څخه تازه راخلاص شوي د دولت تر واک لاندې سيمو کې د‌ دولتي ادارو له لوري ګواښل کيږي چې سيمې پرېږدي او د طالبانو تر واک لاندې سيمو ته په تګ مجبوريږي.

همدا راز ډاکټر نعيم ويلي دي‌ چې داسې بندیان شته چې مدارسو او مساجدو څخه بیا نیول شوي او یا هم د یوه ولایت څخه بل ولایت ته پر لارو باندي له موټره کښته شوي او ځای پر ځای وژل شوي دي او بیا تور پورې شوی چې د جګړې په ډګر کې ووژل شو.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

بهترین کار شوی. دا ۱۲ کسانو د هغه کور کی څه کول؟ نور پلانونه د جنګ یی مطرح کول کومه بله خبره خو نوه. حکومت دی د طالبانو په څیر ورته اقدام وکړی او هر هغه طالب چی جنګړی کی نیول کیږی باید زندان ته را نوړل شی او ځای پر ځای باید ووژل شی ځکه د طالبانو جنګ نور کومه شریعی صبغه نلری. د هغوی مړی ته نباید څوک شهید ووایی هغوی ### دی ځکه چی کافرو سره هغوی توافقات وکړل او افغانان چی کلمه وایی او لونځ کوی هغوی سره یی جنګ جاری ساتلی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x