افغانستان

بلخ: مهم دولتي قومندان د طالبانو په برید کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه،۲۶ تله، ۱۳۹۹ل): په بلخ ولايت کې د طالبانو په بريد کې د دولتي ځواکونو يو مهم قومندان وژل شوی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د بلخ په مرکز مزارشريف کې يې د عبدالغفور ذاکر په نامه يو دولتي قومندان په چريکي بريد کې وژلی دی.

مجاهد ويلي دي چې ياد قومندان يې ځای په ځای وژلی او په وينا يې د خپلو شومو اعمالو په سزا يې رسولی دی.

د سيمې اوسېدونکي وايي چې وژل شوی قومندان د سيمې د ملکي خلکو په شکنجه کولو او زورولو تورن و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x