افغانستان

پروان: د سالنګ ولسوالۍ جنايي آمر او د بلوک قومندان په یو چاودنه کې وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۶ تله، ۱۳۹۹ل): د پروان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د سالنګونو ولسوالۍ جنايي آمر او د یادې ولسوالۍ د بلوک قومندان په یوه چاودنه کې وژل شوي دي.

دا پېښه نن سهار شاوخوا شپږ بجې د سالنګ ولسوالۍ سیاسنګ سیمې په «للمي سبزک» سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې د جنايي آمر د سپرلۍ پر موټر د سړک ماین وچاودېده.

د پروان د والي ویانده وحیده شهکار وايي، د ماین په دغه چاودنه کې د سالنګ ولسوالۍ جنايي آمر جمال الدین، د بلوک قومندان او یو بل عسکر په ګډون ۳ تنه وژل شوي دي.

نوموړی زیاتوي، په چاودنه کې د یو رینجر موټر ویجاړېدو سربیره ددې ولسوالۍ د تروریزم ضد مدیر هم ټپي شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x