شعـــــرونه

د ځوانانو مرګی/ عصمت الله بشام

عصمت الله بشام

کاشکي چي خش وای مقبـره کي د ځوانانو مرګی
پــه ټول هیـــواد کي د سپېــڅلو انــسانانو مرګی

اي! راشــه واخــله دا زمــا سـر سپیلنې کړه ورتـه
فیـرزو مي نــه ده د جانان پــر عاشــقانـــو مرګی

د زړه او خولې خبر مي یـوه ده که بـاور پــه کوي
ډیـــر دردوي مــي د مظلــومــو افغــانـانـو مـړګی

د تــرنم مــستــه شپــیلۍ یې ټــول جهــان لړزوي
ولي بــه نــه زوروي مــوږ نن د شپـونکیانو مرګی

زموږدهیواد دښتې اوغرونه پري ښایسته ښکاریږي
ځــکه مي نــه خـوښیږي هر وخت د ګلانــو مرګی

د ژونــد ګلښــن کي را تــه تل د عشق نغمې غږوي
خدايـه هیـڅ وخـت مه کړي میلمه د بلبلانو مرګی

چي د بَشام د ژوند اسمان ده پري ښایسته خاونده
مـــه یې راویــنې د هــغــو ستـــورو یـارانو مرګی

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x