افغانستان

ننګرهار کې د چرګانو د دانې جوړولو ۵ فابریکو په کار پیل وکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۶ تله، ۱۳۹۹ل): د ننګرهار سیمه ییز چارواکي په دې ولایت کې د چرګانو د دانې د تولید د پنځو فابریکو له جوړولو څخه خبر ورکوي.

د چرګانو د جوړولو دغه فابریکې چې په یوه شپه او ورځ کې د ۶۰۰ ټنه دانې د جوړولو ظرفیت لري، دا مهال شاوخوا لس زره تنه په کې په کار بوخت دي.

د ننګرهار د والي دفتر نن د شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ددې فابریکو په جوړولو باندې شاوخوا ۲۵ ملیونه ډالر لګښت راغلی او په کې کارېدونکي ټول زراعتي توکي ددې ولایت ځايي پیداوار دي، چې په دې کارسره له بهرنیو هېوادونو یې واردول یې بند شوي دي.

په خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي، چې ډیر ژر به په دې ولایت کې د چرګانو د دانې د تولید درې سترې فابریکې په کار پیل وکړي.

د کرنې، اوبو رسولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال د هېواد په مختلفو برخو کې د چرګانو لس زره فارمونه راجستر شوي ، چې له دې جملې څخه اته زره فارمونه د غوښې او هګیو د تولید او سړو خونو په برخو کې فعالیت کوي.

دا مهال په کلني ډول هېواد کې یو ملیارد هګیو ته اړتیا ده، چې په کور دننه فارمونه د شاوخوا ۸۰۰ ملیونه هګیو د تولید وړتیا لري او پاتې نورې بیا ګاونډیو هېوادونو څخه واردوي.

د فارمي چرګانو د تولید او پالنې کاروبار چې دا مهال د ننګرهار په ګډون د هېواد یو شمېر ولایاتو کې دود شوی، د دانې او موسمي ناروغیو د درملو په برخه کې تر ډیره حده په پاکستان، ایران او تاجکستان هېوادونو باندې متکي دی، چې د دارنګه فارمونو په جوړلو سره به هېواد له بهرنۍ تکیې څخه پرته په دې برخه کې پرځان بسیا شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x