افغانستان

کابل: پاکستان سفارت افغانانو ته د ويزې د نوې پاليسۍ اعلان وکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۶ تله، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې پاکستان د افغانستان له پاره د ويزې نوې پاليسي اعلان کړه په اړه يې تازه وضاحت ورکړل شوی چې له مخې يې پاکستان ته تلونکو بېلابېلو خلکو ته د ويزو د ورکړې په اړه معلومات خپاره شوي دي.

په کابل کې د پاکستان سفارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼې کې راغلي چې په کابل کې د پاکستان سفارت او په دې هيواد کې ټولو کونسلګريو د نوې پاليسې له مخې کار پيل کړی دی او افغانانو ته ويزې ورکوي.

په خبر پاڼه کې سياحتي ويزه د يو کال لپاره ښودل شوې ده چې په کې به په يو ځل سفر سره کولای شي تر ۶۰ ورځو يو افغان په پاکستان کې پاتې شي.

هغه کسان چې جدي ناروغۍ لري هغوی ته به په تورخم کې د درې مياشتو ويزه ورکول کيږي او يوازې يو تن پيوازی به کولی شي چې پاکستان ته ورسره سفر وکړي.

هغه افغانان چې پاکستانۍ ميرمنې او اولادونه ولري د پنځو کالو ويزه ورکول کيږي، همدا راز هغه افغان سوداګر چې تر ۵۰ ميليونو پاکستانۍ کالدارو نه زياته پانګونه په پاکستان کې ولري هغوی ته هم د پنځو کلونو ويزه ورکول کيږي، ددې سربېره هغه افغانان چې له ۲۰ څخه تر ۵۰ ميليونو پورې پانګونه ولري نو له ۲-۳ کلونو پورې وېزه ورکول کيږي.

پاکستان کې افغان محصلينو ته د هغوی د زده کړې د مودې پورې ويزه ورکول کيږي او همدا راز پاکستان کې د کارکولو لپاره افغانانو ته د يو کال ويزه ورکوي.

د خبر پاڼې د معلوماتو له مخې له تېرو نږدې دوو اوونيو راهيسې په کابل کې د پاکستان سفارت او کونسلګريو تر دې دمه ۱۹۰۰۰ افغانانو ته ويزې ورکړې دي.

د يادونې وړ ده چې له هغې وروسته چې پاکستان ته د افغانانو تګ راتګ په ويزو شوی دی، دا چاره د افغان مسافرو لپاره په يوې جدي ستونزې بدله شوې ده.

د افغانستان ګڼ شمير وګړي چې پاکستان ته سفر کوی، د ويزو د نه شتون له امله له سختو مشکلاتو سره مخ دي او د کرونا وبا د بنديزونو له امله د ګڼ شمير افغانانو ويزې ختمې شوي دي چې اوس د ويزه غوښتونکو په شمېر کې هم د پام وړ زياتوالی راغلی دی.

د پاکستان په لنډيکوتل سيمه کې له تېرې څه مودې راهيسې د مزردوانو اتحاديې د پاکستان له حکومت څخه غوښتي دي چې افغانانو ته دې په تورخم د ويزې پابندي لرې کړي.

همدا راز په پاکستان کې ميشت افغان کډوال هم وايي چې دوی ته دې د پاکستان له لوري ورکړل شوي (پي او ار) کارت باندې افغانستان ته د سفر کولو اجازه ورکړل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x