
پکتیکا: د طالبانو په برید کې شپږ اربکیان مړه او څلور نور لادرکه دي
د پکتیکا ولایت په اومنه ولسوالي کې د طالبانو له لوري د اربکیانو په پوستو د برید په پایله کې شپږ تنه مړه او څلور نور لادرکه دي.
دغه پوستې چې دپکتیکا ولایت د اومنې ولسوالي په زواکه کلي کې موجوده وې،تېره شپه دوه بجې د طالبانو تربرید لاندې راغلې او جګړې ترسهاره دوام وکړ چې په پایله کې يې یوه پوسته له اربکیانو بشپړه خالي شوه. د پېښې له سیمې نه یو تن د نوم نه ښوودو په شرط نن ټکی اسیا ته وویل چې په یاده دوه ساعته جګړه کې د عمر کلا د پوستې اربکي قومندان صاحب خان د شفا دزوی په ګډون شپږ تنه اربکیان وژل شوي دي او له پوستې نه تر سهار ناوخته پورې لوګي پورته کېدل.
د سیمې د اوسېدونکي له قوله په وژل شویو اربکیانو کې درې تنه د دې کلي او درې نور يې د نورو سیمو دي، چې دلته اربکي قومندان په کرایه راوستي وو.
طالبانو هم د برید پخلی کړی دی، او ویلي يې دي چې دوی د اومنې ولسوالي د زواکې په کلي کې په دوو پوستو هم مهاله بریدونه کړي دي او شپږ تنه اربکیان يې وژلي دي.
د پېښې له سيمې نه د شاهد په قول تراوسه پورې د عمرکلا له پوستې نه څلور اربکیان ورک دي چې د دوی په خبره یابه د پوستې تر خاورو لاندې وي او یا به هم خوندي ځای ته تښتېدلي وي.
د اومنې ولسوالي د دې کلی د اوسېدونکو له قوله اربکیانو په زور خلک د وژل شویو اربکیانو جنازې ته کشول او د کلي مشهور ملا امام يې په زور د اربکیانو د جنازې د لمانځه لپاره راووست. د کلي خلک شکایت کوي، چې اربکیان غواړي په بېګاني بريد کې کوم کلیوال په مرسته تورن کړي او خپل غچ ترې واخلي.
یاده دې وي چې د همدې کلي اربکیانو له شپږو میاشتو راهیسې د دې کلي د ښوونځي د ښوونکو معاشونه په زور اخیستي دي.
رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې طالبان وايي، چې دوی د برید په مهال ګڼ شمېر مهمات ترلاسه کړي دي، خبرپاڼه کاږي: «مجاهدينو په پوسته کې ۱راکټ لانچر، ۱پيکا، ۶کلاشنکوفونه، ۱موټرسايکل او ګڼ نور مهمات د غنيمت په توګه ترلاسه کړي.»
بل پلو د پکتیکا د اربکیانو عمومي قومندان عزیزالله کاروان بیا په زواکه سیمه کې د اربکیانو قومندان عیدمحمد په دې ملامت کړی دی چې ولې د طالبانو دغه برید په داسې شپه وشو، چې پخپله عیدمحمد په ښرنه کې و او د زواکې په پوستو کې موجود نه و.
داپه داسې حال کې دی، چې پرون هم زواکې ته څېرمه دچاربران ولسوالي د سپینه په کلي کې د اربکیانو یو ه پوسته بې جګړې خالې شوې ده او اربکیان يې په نامعلوم لوري تښتېدلي دي.