افغانستان

خوست کې د جنرال رازق ملګری کمانډو عسکر ترور شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۶ تله، ۱۳۹۹ل): سیمه ییزې سرچینې د خوست ولایت په مرکز کې د ناپېژاندو وسله والو په برید کې د یو کمانډو عسکر د وژلو خبر ورکوي.

دا پېښه نن غرمه د خوست ولایت مرکز «ډاب» سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې په موټر سایکل سپرو وسله والو د کمال په نوم د کمانډو ځواکونو یو عسکر باندې ډزې کړي او ځای پرځای یې وژلی دی.

د برید مسئولیت طالبانو منلی، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن د شنبې په ورځ(۲۶ تله) رسنیو ته په استولي تیلیفوني پیغام کې داسې ویلي: «نن غرمه د خوست ولایت مرکز اړوند ډاب سیمه کې د کمال ځيرک په نوم یو تن وحشي کمانډو عسکر چې په تیر کې د کندهار ولایت د وژل شوي امنیه قومندان جنرال عبدالرازق خاص ملګری هم و، د چریکي مجاهدینو په خاص برید کې ووژل شو او د خپلو شومو اعمالو په سزا ورسید.»

جنرال رازق چې د کندهار امنیه قومندان ؤ، دوه کاله وړاندې د یو نفوذي طالب لخوا په داسې مهال ووژل شو، چې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر سره له یوې ګډې امنیتي ناستې د راوتلو په حال کې وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

زنده باد همدغو وطن تباه کړي اوس یی ښه وخت د نښې ده

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x