
سرپل کې د طالبانو په همکارۍ ۱۲ کیلو متره سړک رغول کیږي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۶ تله، ۱۳۹۹ل): د سرپل ولایت په مرکز اړوند سیمه کې د طالبانو په همکارۍ د ۱۲ کیلومتره په اوږدوالي د یو سړک د جوړولو خبر ورکړل شوی دی.
د سیمې خلک او طالبان وايي، دا سړک چې د سرپل ولایت مرکز «لغمان بازار» سیمه د کوهستان ولسوالۍ له «علف درې» سیمې سره نښلوي، ټولټال ۱۲ کیلومتره اوږدوالی لري چې د طالبانو په همکارۍ رغول کیږي او په جوړولو سره به یې سلګونه کورنۍ له مرکز سره وصل شي.
د طالبانو په رسمي ویب پاڼه الاماره د خپاره شوي خبر په اساس تیره ورځ د طالبانو د ښاروالۍ او انجینرۍ ټیم مسئولینو له دغه سړک څخه لیدنه کړې ده:
«داسلامي امارت د ښاروالۍ ادارې مسؤولینو او د سړک جوړوني ټيم انجینرانو او متخصصینو تېره ورځ له یاد سړک نه لیدنه وکړه.»
باید وویل شي چې طالبانو په دې وروستیو کې د هېواد په مختلفو ولایاتو کې د تعلیمي ادارو، ښوونځیو، جوماتونو او سړکونو سربیره د ګڼو عام المنفعه تأسیساتو په جوړلو سره د خلکو د آسانتیا او هوسایۍ په خاطر یو شمېر پروژې تر لاس لاندې نیولي، چې ورسره سلګونو ځوانانو ته د کار زمینې برابرې شوي او د خلکو د خوښۍ سبب هم ګرځېدلي دي.
که د زنانو د پاره په کیلو او لرئ پرتو سیمو کی د مکتبونو اسنتیاوئ برابرئ کرئ دابه د “ط دیر لوی خدمت… د افغانستان د زوریدلی مظلوم ولس لپاره وئ، انشالله حق تل د بریاو نه دک وئ. انشاالله العزیز