افغانستان

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار پاکستان ته سفر کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۶ تله، ۱۳۹۹ل): پاکستاني چارواکي دغه هېواد ته د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار له درې ورځني سفر څخه خبر ورکوي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمدصادق په یو ټویټ کې څرګنده کړې چې ټاکل شوې ده، د روانې اکتوبر میاشتې له ۱۹ څخه تر ۲۱ نیټې پورې د افغانستان پخوانی صدراعظم او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار پاکستان ته په درې ورځني سفر ولاړ شي.

نوموړي زیاته کړې چې ددې سفر په ترڅ کې به ښاغلی حکمتیار د پاکستان ولسمشر  عارف علوي، لومړي وزیر عمران خان، بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د ملي اسمبلۍ مشر سربیره مشهورو خبریالانو سره وګوري او هم یوه فکري مرکز ته وینا وکړي.

که څه هم پاکستاني چارواکو دغه هېواد ته د ښاغلي حکمتیار د سفر موخه نه ده څرګنده کړې؛ خو په دې وروستیو کې د کابل حکومت ګڼ شمېر چارواکي او سیاسیون پاکستان او ګاونډیو هېوادونو سفرونه پیل کړي، ترڅو ددغو هېوادونو په وسیله پر طالبانو سیاسي فشار وارد کړي؛ خو طالبانو بیا د کشالو د حل یوازینۍ لار سیاسي مفاهمه بللې او په دې لاره کې هرقسم بهرني فشارونه رد کړي دي.

ګلبدین حکمتیار چې لاتراوسه یې هم د کورنۍ ګڼ غړي پاکستاني تابعیتونه او هلته غیر منقوله اموال او جایدادونه لري، په هکله یې داسې انګیرل کیږي چې نوموړی د پاکستان له پراخ سیاسي ملاتړ څخه برخمن دی او له همدې امله پاکستان هڅه کوي نوموړی د ر اتلونکي افغانستان په سیاست کې د یو مهم لوبغاړي په توګه ولوبوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

The Kabul
admin might be transferring power to Hekmatyar.

جمیل

امریکا خو مجبوره سول او ویی منل ، خو داسی ښکاری چی د پاکستان مفسد دولت سپیڅلی اسلامی نظام په افغانستان کی نسی منلای او غواړی چی په یو نه یو رنګ په اسلامی نظام کی خار پیدا کړی او په لستوڼو کی ماران ځای کړی .
دا تور لینګی دی ښه سر خلاص کړی چی زمونږ مجاهد علماء ډیر زیرک او هوښیار دی .

Jafar

ګلبدين د پاکستان خاص استازی ده او داسې ويل کيږي چې له پاکستانه ورسته قطر ته ځي او د ## (طالبانو) سره ګوري تر څو په ګډه د پاکستان شوم پلان چې د افغانستان ورانول دي ترسره کړي.

احمد

د حکمتیار تیر شوي مکمل تاریخ ته په کتو ده ته پکار ده چې نور له سیاسی هلو ځلو څخه نوموړی لاس په سر شي او په کرار کیښني. هغه ځکه چې پرته له دې چې د ملت خلک دده نیمګړتیاوې ده ته ور په ګوته کړي . دی خپله هم خپل کړه وړه اشتباه ګڼی ښه مثال یی د ده. د راتګ په وخت چې تازه کابل ته راغی خپل تیر وخت یی خپله اشتباه وګڼله . کله چې په لغمان کې راڅرګند شو خپلې ترتیب شوې جلسې ته یی وویل چې حیران په دې یم چې دې جلسې… نور لوستل »

طوطی

پنجابیاب غواړی چی پخوانی مره مرو شوی دوست بیرته پخلا کړی او کوم نوی هدایت ورته ورکړی. حکمتیار څخه نور څه نه جوړیږی او په درد نخوری همداسی به ګوری چی یوه ورځ د طالبانو مشران هم پالتو مشران شی او په یوې کندې کی وولیږی لکه حکمتیار.

غ.حضرت

په چا پسی باید بیځایه پروپاګنډ او تورونه پوری نه سی. اصلاً حکمتیار صیب په پاکستان کی کوم کار مار نلری بلکه د یو انجنیر پتوګه فقط غواړی د آریانا د طیارې انجِن چِک کړی ( کابل – راولپنډۍ مسیر ) او بس. په فیس بُک کی هم دده د سفر یو عکس تر سترګو سو، درې کسان ( حکمتیار او دوه نور اُتو کړی ) څنګ په څنګ او تنګ په تنګ داسی په تشویش کی ناست دی لکه ویزه چی ئې جعلی وی. تر شوخی چی تېر سو: هیله ده زموږ په هیواد کی یو ځل بیا د… نور لوستل »

میرحمزه

حکمتیار صاحب ، یو رهبر ده چی د ډیرو افغانانو په زړونوکی ځای لری

Back to top button
7
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x