افغانستان

اشرف غني د سلو ولسوالیو امنیه قومندانان ګوښه او پرځای یې نور کسان ګومارلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷ تله، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت مشر اشرف غني په یو خپلسري اقدام کې د مختلفو ولایاتو اړوند د سلو ولسوالیو امنیه قومندانان له دندې لرې کړي او پرځای یې نور کسان ګومارلي دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ډاکټر محمداشرف غني تیر ماښام له تازه ګومارل شوو امنیه قومندانانو سره په ارګ کې لیدلي او هغوی ورته ډاډ ورکړی چې د امنیت په تأمین کې زیار باسي.

د کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت شورا په شتون کې د اشرف غني لخوا د ولسوالیو د امنیه قومندانانو ګومارنه د شنونکو په باور د دولتي چارواکو او ادارو ترمنځ د بې اعتمادۍ د فضا ښکارندويي کوي.

شنونکي نیوکه کوي چې د سولې په دې حساس پړاو کې د ډاکټر غني لخوا داسې نمایشي ګومارنې ښايي د سولې روانه پروسه نوره هم پېچلې کړي او دا ویره هم شته چې کیدای شي یو شمېر امنیه قومندانان د غني لخوا ګومارل شوي امنیه قومندانان ونه مني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx