نړۍ

ایران په تهران کي سني مذهبه مسلمانان داخترله لمانځه څخه منع کړل

Soney_muslims_in_iran(نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱۳۰) دایران حکومت وهغوامنیتي کړیو ته چي په تهران کي دسني مذهبه مسلمانانو وکورونه ته څیرمه واړه واړه مسجدونه څاري امرکړی دي چي سني مسلمانان باید پری نه ښودل شی چي داخترلمونځونه اداکړي، له تهران څخه سني مذهبه مسلمانانو دنومونودنه اخیستلو په صورت کی خبري رسنیو ته ویلی چي حتي په منفرده توګه هم سني مذهبه مسلمانانو ته اجازه نه ده ورکول شوی چي دکورونو سره څیرمه وړوکو مسجدونوکي دي داخترلمونځ اداکړي.

دایران حکومت تیره ورځ لدي څخه مخکي چي داختردورځي اعلان وکړي امنیتي چارواکوته امرکړی وو چي سني مذهبه مسلمانان باید داختردلمانځه اداکولو ته پرینښودل شي.

دایران دبلوچستان ایالت دزاهدان ښار چي اکثره وګړي یی سني مذهبه مسلمانان دی دجامع مسجدامام ښاغلي مولوي عبدالحیمد دایران حکومت له لوري په تهران کی دسني مذهبه مسلمانانو داخترله لمانځه  څخه منع کولو باندي سخته اندیښنه ښودلی ده اودحکومت دغه عمل یی په کلکوټکوسره غندلی دي، نوموړي زیاته کړه سنی مذهبه مسلمانان په ایران کي نه یوازي په تهران کی دحکومت له لوري له سختو مشکلاتو سره مخ دي بلکه دهیواد په اکثره لویو ښارونوکي ورسره دارنګه چلند کیږي.

مولوي عبدالحمید وایی که څه هم ایراني لوړرتبه چارواکو به وار وارسره دشیعه اوسني مذهبه مسلمانانو دیووالي خبري کړی اونوموړي وایی چي دایران اساسي قانو په هیواد کي دټولو لږکیو په پرتله سنی مذهبه مسلمانانو ته داحترام په سترګه ګوري، مولوي عبدالحمید دخپلي وینا پرمهال وویل ایا دایران اساسي قانون دغه احترام بولي چي سني مذهبه مسلمانانو ته په تهران کي دمسجد جوړولو اجازه نه ورکوي، اوکه دغه عمل احترام  کڼي چي اوس په هغوکوچنیو مسجدونوکي کوم چي سني مذهبه مسلمانانو دخپلو کورونو مخکي دلمنځونو داداکولو لپاره جوړکړی دي  داختردلمانځه داداکولو لپاره دهغو مخنوي کوي.

دایراني نفوس ۲۰٪ په سلوکي سني مذهبه مسلمانان تشکیلوي  چي اکثره یی بلوځان ترکمن، کردان اوکمه شمیر عرب اوفرس سني مذهبه مسلمانان دي.

صحيفة أثير الالكترونية:      ژباړه بخت الرحمن بخت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x