نظــر

نو ګیله مې ځکه وکړه !؟

محمد اسماعيل يون

معنوي صیب متعصب نه دی، خو زه متعصب یم.

اخلاقي صیب متعصب نه دی ، خو زه متعصب یم.

احمد ضیا مسعود، احمدولي مسعود او صلاح الدین رباني متعصبین نه دي ، خو زه متعصب یم.

مجیب الرحمن رحیمي متعصب نه دی، خو زه متعصب یم.

عبدالله عبدالله او امرالله خان صالح د تعصب په کنډولي کې نه دي رالوی شوي، خو زه متعصب یم.

محقق او خلیلي متعصبین نه دي ، خو زه بیا متعصب یم.

علیپور او قیصاري متعصبین نه دي ، خو زه بیا متعصب یم.

دوستم هېڅکله هم تعصب ته لمن نه ده وهلې خو زه بیا متعصب یم.

جنرال مالک یو بشرپال ! انسان دی ، خو زه متعصب یم.

سرور دانش او حکیم شجاعي هېڅ تعصب نه لري ، خو زه متعصب یم.

عطامحمد نور او فرهاد عظیمي متعصبین نه دي ، خو زه متعصب یم.

د حکومت ټول رګونه  همدې ډول تعصب او تعصبګرو نیولي ، خو هېچا هم ورته د انتقاد ګوته و نه نیوله ، خو  زه پر نه ګناه د خپلو او پردیو له خوا د تعصب پر تور تورن شوم. تر پردیو خپلو ډېر وکړولم ، ډېر تورونه یې راباندې پورې کړل، ډېر بندیزونه، ګواښونه، خطرونه او اخطارونه مې و زغمل او دا هم د هغه چا په واکمنۍ کې چې د لومړي ځل  په بریا کې یې ما اغېزناک رول لوبولی و ؛ ځان مو خوار کړ ، خو  (اشرف ) مو ( غني ) کړ.

ما د هغه  لپاره د هغه  له دښمنانو سره ښه په نره دښمني وکړه، خو ده بیا د خپل واک د نشې د خړوب لپاره د هېواد له دښمنانو سره هم ټینګه دوستي وکړه، اوس نو د هغوی په اشاره  موږ ته د سزا حد هم ټاکي ، زما د ویده قوم غوړه مالان بیا ورته د تایید سر  هم خوځوي ، نو ((ګیله مې ځکه وکړه)).

هو زه ځکه متعصب یم  چې ما د هېواد د سالمیت او مالکیت غږ پورته کړ، ما په واقعي مانا د ملي وحدت غږ  اوچت کړ، ما د انسانیت ، اسلامیت او افغانیت ناره پورته کړه، ما د هر افغان د تساوۍ او د واحد ملت د سوکالۍ چغه پورته کړه، خو هر څومره  چې د دې وطن پر غم او درد باندې ستي یمه ، (( بیا هم دوزخمي یمه)) نو (( ګیله مې ځکه وکړه و زما یاره شېرینه،  زه ستا…)).

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

یوصاحب تیرخوتیرسول دآینده دپاره سنجس وکه اوملک له شیطانانوبچ که زموږدافغانانوبیبختی په دی کی ده چه هغه وخت هوښیاریږی چه کوراورواخی ۴۰کاله ظاهرشاه ملک دعلمه پس پاته کۍ تاسوچیری واست دغه نیم کوشته مسلمانانوملایانودقرآنکریم پریوه حکم لکه جهادعمل وکۍ ملک یی له ملحدینوخلاصیدوته نژدی کړۍ دۍ آیاددی غمیزومسئولیت تاسوخپل نه بولۍ آیاستاسوعلم دملک په کم دردوخوړل،ستاسودپارفرض ووچه دملک ځوانان می دملک دعلم دپاره راپوړته کړی وای دظاهرشاه دظالم حکومت چه ملک یی په غلطوتبلیغودانګرانو په هدایت تباه اوبربادکۍ اودعلمه یی پاته کۍ زه په کندهارکی دظاهر شاه په حکومت کی یواری په میخانکی کی اوبیاپه تیمورشاهی کی معلم وم زه… نور لوستل »

سردار خان

ښاغلی محمد اسماعیل یون صاحب ، ګیلی مکوه ، ځکه چی تا په لومړیو کښی د افغانیت پر ځای د پښتونیزم ناره لوړه کړی وه او په همدی خاطر له هری خواه ګوزارونه درباندی وشول . کله چی تا د افغانیت پر ځای د پښتونیزم ناره وکړه ، نو هغه وخت ستا او د ښاغلی پدرام یا احمدضیا مسعود په منځکښی هیڅ فرق نه وو . ځکه هغه وخت ته هم د افغانیت سره په دښمنی کښی دریدلی وی او همدا ‌‌‌‌‌‌ډول ښاغلی پدرام او نور متعصیبن هم د افغانیت سره په دښمنی کښی دریدلی وو . او له هغو… نور لوستل »

غ.حضرت

اولاً : ګیله کول د ښځو خاصیت دی ثانیاً : یو مبارز د ګیلې او ګیلو څخه نه بېرېږی بلکه خپلی مبارزې ته دوام ورکوی. ثالثاً : د یون صیب او یون صیب غوندی کسانو ګیله د لسیزو لسیزو غفلت او مصلحت او خوب او تخدیر نتیجه ده. موږ ولیدل یا واورېدل چی پښتون څنګه د دربار ( هغه دربار چی پښتو ئې سپکه ګڼل) په وړاندی بې غاښو مار غوندی فقط په اُکروباتیکو حرکاتو مصروف ؤ چی دربار نه یوازی خار ترې خوړ بلکه هم ئې سات په تېر ؤ او هم ئې وولس په غولولی ؤ. رابعاً: د… نور لوستل »

پښتون غورزنګ

د ځان صفت سسپی سړی کوي. ښاغلی یون صاحب که ښه سړی وای نو اوس به یې د ځان په اړه نه د جهان په اړه لیکني کولای. ما د دې محترم څو لیکني لوستي دي، په هره یوه کي یې داغه هدف تر سترګو کیږي چي غواړي ځان مطرح کړي. نه پوهیږم چي رسنۍ ولي داسي خلګو ته وخت ورکوي؟ یون صاحب د ۲۰۲۰ کال افغانان د ۱۹۶۰ و ۱۹۷۰ کلونو تر افغانانو ډیر توپیر لري. چي نوري ټوله خبري دي یوې خواته کړو ته و ستا خدای په دې خبره تا ته شرم نه دریږي چي د غني… نور لوستل »

لاروی

یون صیب سلام او احترام: ته چې هم ګیله من یې، نو هاغه د تورو تمبو تر شا کلونه کلونه پراته ځوانان به څومره ګیله من وي. ګوره اشنا: ته خو هیڅ له رژیمه او ښکیلاک نه شکایت مه کوه. د کابل پوهنتون د خلکو په خوله کې خوار یون ګی وي. یون صاحب شوې. مشهوره شوې، د تلویزیونو ماڼیو او دب دبې خاوند شوې. لاندي صرف څو یادوني لرم، خفه نه شي ګوره: ۱ــپه مکروریانو کې د څو لکو ډالرو په ارزښت د ښایسته اپارتمان خاوند شوې. ۲ــ د جلال اباد وښار ته څیرمه د له ملیون ډالرو پورته… نور لوستل »

غمی،پښتین

لاروی صاحب سلامونه.
یون صاحب ته د ګیله په خوله کی ور وچه کړی ده،افرین ستا په ښه تبصره، 
تجارتونه راوان دی،یون صاحب یی په پښتو تجارت کوی ،او طالیبان یی په دین،
د پیسو لاس ته راوړل دی ،حلال او حرامو ته نه ګوری،
ګیله باید موږ ولسی خلک له طالیبانو او ټامیانو څخه وکړو،نه ډالر غواړو نه کلداری،فقط ژوند غواړو،
یون صاحب قناعت کوه،الله ج څخه و ډار شه،
موږ عام ولس سپوره وچه ډوډی نه لرو،او د ستا .سهار ملایی،غرمه پلو.بیګاه شوروا لری،
بیا هم ګیله کوی؟هی هی هی نامرده

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x