افغانستان

جرمني د بین الافغاني مذاکراتو روان بهیر ته هیله مندي ښکاره کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۷ تله، ۱۳۹۹ل): د جرمني هېواد ځانګړي او په قطر کې ددې هېواد سفیر طالب چارواکو سره د ملاقات په ترڅ کې د طالبانو «سوله ییز» دریځ ستایلی او روانو مذاکراتو ته یې هیله مندي ښکاره کړې ده.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمدنعیم د یو لړ ټویټونو په کولو سره ویلي، چې د اروپا څانګې لپاره د طالبانو د سیاسي دفتر مسئول ملا عبدالحق وثیق په مشرۍ یو هیئت پرون ماښار د قطر پلازمینه دوحه کې د افغانستان لپاره د جرمني د ځانګړي استازي مارک پوتزل او په قطر کې د دغه هېواد سفیر په ګډون یو جرمني هیئت سره لیدلي دي.

نوموړی زیاتوي په دغه لیدنه کې طالب او جرمني استازو د نورو مسایلو ترڅنګ د بین الافغاني مذاکراتو په روانې پروسې هم تفصیلي خبرې کړې دي:

«په ناسته کې په مختلفو مسایلو د بحث ترڅنګ، د بین الافغاني مذاکراتو په روانه پروسه تفصیلي خبرې وشوې. دواړو لوریو د بین الافغاني مذاکراتو د پرمختګ په اړه خپله خوشبیني ښکاره کړه. یوځل بیا د جرمني استازي، د اسلامي امارت د موقف ستاینه وکړه چې د افغانستان د مسئلې د حل لپاره یې خبرو اترو ته ترجیح ورکړې.»

له طالب چارواکو سره د بهرنیو هېوادونو استازو او سفیرانو د لیدنو او کتنو لړۍ په داسې مهال چټکه شوې، چې د کابل حکومت د ملي پخلاینې شورا مشر عبدالله عبدالله نن ایران ته روان دی، ترڅو د سولې په روانه پروسه کې ددې هېواد ملاتړ ترلاسه او په راتلونکې اداره کې خپلې ګټې خوندي کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx