افغانستان

د مخابراتو وزارت د فیسبوک ټولنیزه شبکه بندوي

ویل کېږي چې نن د ملي امنیت د شورا په ځانګړې ناسته کې په افغانستان کې د فیسبوک پر اغېزو بحث کېږي. نا تایيد شوي راپورونه وايي چې ښايي د نن ورځې ترپایه په هېواد کې فیسبوک د لنډې مودې لپاره  وتړل شي.
د فیسبوک د تړل کېدو انګېزه وروسته له هغه راپیدا شوه چې د ټاکنو په تبلیغاتي وخت کې يې اغېز له ورایه ښکارېده، په ورته وخت کې په یاده ناسته کې ویل شوي دي چې د ټاکنو د پایلو تر اعلان پورې فیسبوک کولای شي جنجالونو راپیدا کړي.
په هيواد کې د فیسبوک کارونکو د ملي امنیت د شورا دغسې یادونې ښې نه دي بللي، د دوی په خبره که دولتي مسوولین د فیسبوک له تبلیغاتو وېرېږي نو ځانونه دې له جنایاتو لرې وساتي.
په افغانستان کې فیسبوک کاروونکي وايي چې په دې توګه به د تبلیغاتو مخه یو څه ونیول شي، مګر دولت د فکرونو د مخنیوي وس نه لري.
د چارو د شنونکو له نظره فیسبوک په سیاسي جریانونوکې بې اغېزې نه شي پاتې کېدای او د بندېدو انګېزه يې ځکه راپیدا شوې ده چې دلته لا هم د نیوکې زغم نشته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x