
افغانستان
ارزګان کې د توپچي برید له امله ۲ میرمنې وژل شوي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۷ تله، ۱۳۹۹ل): د ارزګان ولایت په دهراود ولسوالۍ کې پر یو کور د هاوان مرمۍ پرېوتو له امله لږ تر لږه دوه میرمنې وژل شوې دي.
دا پېښه پرون ماښام د دهراود ولسوالۍ په «زرتاله» سیمه کې د یو قومي مشر په کور د هاوان مرمۍ لګېدو له امله رامنځ ته شوې، چې په ترڅ کې یې دوه میرمنې وژل شوي او دوه ماشومان ټپيان دي.
د ارزګان د والي ویاند احمدشاه ساحل که څه هم ددې برید لامل طالبان بولي؛ خو طالبانو بیا تردې وړاندې د ملکي خلکو په کورنو توپچي بریدونو کې لاس لرل رد کړي او دا چاره یې د دولتي عسکرو «ناکامه حربه» بللې ده.
باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د سولې مذاکراتو سره همهاله د هېواد په مختلفو ولایتونو کې دولتي عسکرو په عامه ځایونو «ړندو» هوايي او توپچي بریدونو بریدونو ته زور ورکړی، چې ورسره د ملکي تلفاتو کچه هم لوړه شوې ده.