افغانستان

غور کې پر امنیه قوماندانۍ موټر بم برید شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۷ تله، ۱۳۹۹ل): د غور ولایت په مرکز «فیروزکوه» ښار کې د یاد ولایت پر امنیه قوماندانۍ موټر بم برید درنه مرګ ژوبله اړولې.

دغه برید چې نن ورځ له غرمې وړاندې یوولس بجې شاوخوا له چاودېدونکو توکو د ډک یوه موټر په واسطه ترسره شوی، په نتیجه کې يې د امنیه قوماندانۍ ودانۍ په بشپړ ډول ویجاړه شوې.

کورنیو چارو وزارت که څه هم برید کې د وژل شویو کسانو د هویت په اړه څه نه وایي؛ خو د شل تنو وژل کېدل تاییدوي.

ورته مهال د غور د عامې روغتیا ریاست یو تن مسئول ډاکټر رسنیو ته ویلي، چې د پېښې له ځایه ورته اویا ټپيان وروړل شوي.

ویل کېږي د امنیه قوماندانۍ شاوخوا نورې دولتي ودانۍ هم شتون لري، چې زیاتره یې زیانمنې شوې او یا هم په بشپړ ډول له منځه تللې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

هلمند کی مو څه توره وکړه چی غور کی یی وکړی؟ #######

غمی،پښتین

جوړ تازه.
په کوم دین؟ په کوم مذهب؟ په کوم کتاب؟ دا برید راوا وه؟
ټول مو مسلمانان قتل کړل،
له یوی خوا ساړه هوا،له بله خوا لوږه تنده او کرونا،
ټول ښار زیانمن شوی،
دا برید اسلام ته کومه ګټه ورسوله؟
موږ ولس ته لږ رڼا په واچوی،چه ګویا دا په دا دین راوا ،او دا ګټه یی اسلام ته ورسیده،
د داسی بریدونه معلومیږی چه د جنګ د اسلام نه بلکه د قدرت او پیسو او بلکه د پښتونستان او د کنړ اوبه جنګ دی

صافي

وحشيانو ټول عام خلک مو په شهادت رسولي دي.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x