افغانستان

ولسي خلکو د کابل ـ کندهار پر لویې لار د پولیسو یو شمېر پوستې نړولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۷ تله، ۱۳۹۹ل): د کابل کندهار پر لویې لارې د میدان وردګو ولایت نرخ ولسوالۍ په ساحه کې ولسي خلکو د پولیسو هغه پوستې نړولي چې په لاره تلونکي مسافر او موټر چلوونکي یې لوټل او ځورول.

د سیمې خلک وايي، د نرخ ولسوالۍ اړوند بادام سیمه کې د کابل ـ کندهار لویې لار د شاهراه پولیسو او اربکیانو هغه پوستې چې خلک به یې ځورول څو ورځې وړاندې له طالبانو سره د یوې نښتې په ترڅ کې سقوط شوي دي.

د خلکو په خبره دا مهال په سیمه کې د لویې لارې امنیت د طالبانو د قطعاتو لخوا ټینګ شوی او شپه ورځ هلته ګزمې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې د هرات ـ کندهار پر لویه لارې د هلمند ولایت مربوطاتو کې هم خلکو د پولیسو هغه پوستې ویجاړې کړي چې مسافر او موټر چلوونکي به یې لوټل او ځورول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

ماشاءالله. ډیر ښه کار خلکو کړی دا ټول کافرانو جوړ کړی او باید ویجاړ شی، تا سړکونه، تعمیرونه موټری، مبایلونه، تلویزیونونه، طیاری … تا ټول کافرو جوړ کړی او باید وران او ویجاړ شی. خلک باید اوښان او خره واخلی په اوښانو او خرو د سفرونه وکړی دغه د سنت لار ده.

پیامبر (ص) په وښ باندی سفر کاوه، موټر حرام دی، طیاره حرامه ده. حکومت بیا نو ملامت ندی چی دا جاهله قوم بمبارده وی دوی باید ټول ## ووژل شی. دا پرون په لشکرګاه کی د چور او چپاول زمینه چا برابره کړه؟ ###

عبدالواحد

امریکااوناټودقزآنکریم مطابق اوس ډیواله سوی دی عسکراوحکومت یی دافغان دملت په لوټ مارساتی اۍ مسلمانانودقرآنکر یم دآلعمران دسوری ۱۱۰څخه تر۱۱۳آیاته په ترجمه ووایاست درمعلومه به سی چه کفاره ډیواله سوی دی مه ځنی بیریږۍ.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x