ورزش

برسلونا او ريال مدريد، په يوه ورځ دواړه له ماتې سره مخ شول

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۲۷ تله، ۱۳۹۹ل): ډير کم داسې پېښيږي چې د برسلونا او ریال مدريد په څېر سترې لوبډلې دې په يوه ورځ د ټيټو لوبډلو له لوري له ماتې مخ کيږي.

د هسپانوي ليګ لاليګا په جريان کې د شنبې په ورځ لومړی ريال مدريد لوبډله د قادس لوبډلې څخه په ۱-۰ او بيا برسلونا د خيتافې لوبډلې پر وړاندې په ۱-۰ له ماتې سره مخ شوه.

دا په داسې حال کې چې ريال مدريد لوبډله د يو شمېر سترو لوبغاړو په ګډون او برسلونا لوبډله د ليونل ميسي په شمول له ماتې سره مخ کيږي، چې په ياد ليګ کې کم پېښيږي.

د هسپانوي ليګ لاليګا په لړ کې دا لومړۍ ماتې دي چې ريال مدريد او برسلونا ورسره مخ کيږي، له دې وړاندې يې يوه-يوه سيالي مساوي کړې او ۳-۳ نورې ګټلې دي.

د روان ۲۰۲۰/۲۱م کال سياليو په روان جدول کې تر دې دمه ريال مدريد په پنځه لوبو لومړی او برسلونا په څلورو لوبو نهم مقام لري. خو بايد وويل شي چې د ريال مدريد او برسلونا لوبډلو د بوختيا له کبله لومړی لوبې لغوې شوي دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x