افغانستانسولې اړوند خبرونه

هلمند کې د امریکا هوايي بریدونه؛ طالبان وایي، د دوحې له تړون « تکراري سرغړونې» به ناوړه پایلې ولري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۷ تله، ۱۳۹۹ل): طالبان وايي، امریکایي لوري په هلمند ولایت کې د پرلپسې بمبارونو په ترسره کولو سره په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ له شوي تړون سرغړونه کړې.

د طالبانو له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دوحې د تړون له مخې امریکايي عسکر نشي کولای چې له جنګي سیمې او د جنګ له وخت پرته په نورو ځایونو کې بمبار وکړي او څوک په نښه کړي، مګر امریکایي لوري دا اصل مات کړی «په تیرو ورځو کې يې د ورځې او شپې له مخې د ډرون او نورو الوتکو په مټ د هلمند ولایت په نهرسراج، خوشکاوه، باباجي، د ګرشک ولسوالۍ په مالګیراو بند برق، د سنګین، مرجې، ناوې او نادعلي ولسوالیو په مختلفو سیمو کې يې ګڼې بمبار ۍ وکړې، همدا ډول يې په فراه او ځينو نورو ولایتونو کې هم بمبارونه کړي دي چې د دوحې له تړون څخه ښکاره او څرګند تخلف دی.»

طالبانو وړاندې زیاته کړې، چې ددوی او امریکا تر منځ د شوي تړون ټول جزئيات څرګند دي؛ مګر امریکایي لوری په بیا، بیا ترې سرغړونه کوي، چې د بدو عواقبو مسئولیت به یې په غاړه وي.

دغه څرګندونې داسې مهال دي چې په دوحه کې د طالبانو او له کابله تللي پلاوي تر منځ خبرې روانې دي او تر څنګ یې د هیواد له ګڼو سیمو بهرني ځواکونه وتلي او لا هم دا لړۍ روانه ده.

د یاد  تړون په اساس امریکایي ځواکونه نشي کولای د جګړې د درېدو په صورت کې پر طالب جنګیالیو بمبار وکړي او یا یې هم مرکزونه په نښه کړي.

امریکایي لوری که څه هم تر دې وړندې منلې، چې طالبان ورسره کړي تړون ته ژمن پاتې شوي؛ خو طالبانو په بیا، بیا د مستندو معلوماتو په خپرولو سره امریکايي جهت تورن کړی چې د تړون له ځیني مواردو سرغړونه کوي.

Image

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

ښکاره معلومه ده امریکا اوناټوغواړی چه غنی اوحکومت یی دشام دبشارالاسد په قسم پرقدرت وساتی اودوی خپل فوجیان له جنګه وساتی فقت هوایی بریدونه وکی ولی چه دخپل ملت دعسکرودتلفاتوجواب نلری طالبانوته لازمه ده چه دوی تجاوز وکی دوی یی هم په مقابل کی جواب ورکی که داسی ونکی دوی همیشه تجاوز کوی دوی بیشرمه کفاردی ،الله په قرآنکریم کی فرمایی: که کفاردمعاهدی خلاف ورزی وکی تاسوهم ورسره وجنګیږۍ دوی دمعاهدی څخه سرغړونه کړی ده پرالله توکل وکۍ.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

طوطی

په تړون کی خو دا هم ویل شوی وه چی طالبان به په ښارونو حملی نکوی او مخکی د امریکا له بمبارد څخه انتحاری حمله په ننګرهار کی، په ارزګان کی، جنګ په کندز کی، په پنجشیر او بامیانو کی او بالاخره لویه حمله په هلمند لشکرګاه کی د طالبانو له خوا وشوی بناآ د امریکانو حق دی مطابق د توافق چی په طالبانو بمبارد وکړی. ما خو له پخوا ویلی او اوس هم وایم چی سوله موله نشته او اصلی څیره خو به د سولی پس د ټرمپ له انتخاباتو څخه ووینی یعنی د نومبر په میاشت. دا تړون… نور لوستل »

مجاهد

څه چه د ناتو او دجال نماینده طوطی شاه وایی سمه وایی هغه د یو څو ډالرو په اخستلو ضمیرله لاسه ورکړی ، دا د هغه ګناه هم نه ګڼم د هغه لوی غلام مشر غلام غنی د دغه څو ورځو مقام د پاره د امریکایانو سره د غلامی په لمړی ورځ تړون کی اشغفګرو ته قضایی مصونیت هم ډالۍ کړو ، یعنی امریکایی عسکر چه یی په کورونو څارنه او ساتنه لری په کورونو کی چه یی څه خوښه وی هغه تر سره کوی که غلام چارواکی یی په سر هم ودریږی د قضایی مصونیت لرلو له امله د… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x