نړۍ

د اسرائيلو لومړی وزير راتلونکې اونۍ متحده عربي اماراتو او بحرين ته سفر کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۷ تله، ۱۳۹۹ل): عربي رسنۍ د ډيپلوماټيکو سرچينو په حواله وايي، د اسرائيلو لومړی وزير بنيامين نتنياهو د راتلونکې شبنې په ورځ متحده عربي اماراتو او بحرين ته سفر کوي.

«عربي ۲۱» خبري ويب پاڼې د باوري سرچينو په حواله ويلي، د دې سفر موخه له اسرائیلو سره د دواړو هېوادونو د اړيکو رغول دي، خو په دې اړه نور جزئيات نه دي خپاره شوي.

دا په داسې حال، چې د امريکا د ماليې وزير سټيفن منوچين به هم راتلونکې اونۍ د اسرائيلو، متحده عربي اماراتو او بحرين په سفر ولاړ شي.

تر دې وړاندې اسرائيلي رسنيو هم ويلي، چې راتلونکې يکشنبه به بحرين کې د اسرائيلو سفارت پرانيستو رسمي غونډه جوړه شي، چې د دواړو دولتونو سربېره به لوړپوړي امريکايي چارواکي هم په کې ګډون وکړي.

د روان کال د جولايي په ۱۵مه متحده عربي اماراتو او بحرين په سپينه ماڼۍ کې د امريکايي چارواکو په منځګړيتوب له اسرائيلو سره د ډيپلوماټيکو اړيکو جوړولو تړون لاسليک کړ، خو د فلسطين په شمول په ډېری عربي او اسلامي هېوادونو کې له دې تړون سره سخت مخالفت ښودل شوی دی.

فلسطينيانو او نورو مسلمانانو له اسرائيلو يرغلګرو سره هر ډول اړيکې د اسلام او مسلمانانو پر خلاف ستر او نه بښونکی جرم بللی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x