افغانستانسولې اړوند خبرونه

ایران: تمه ده د مصالحې شورا په رهبرۍ افغانستان سولې ته ورسېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۷ تله، ۱۳۹۹ل): ایراني چارواکي وایي، د افغان سولې له هغې پروسې ملاتړ کوي چې افغانانو ته د منلو وړ وي او د افغانستان ارضي تمامیت او خپلواکي پکې ساتل شوې وي.

دغه څرګندونې د ایران د اسلامي شورا رییس «محمد باقر قالیباف» د پخلاینې عالي شورا له مشر «عبدالله عبدالله» سره په لیدنه کې کړې.

د مصالحې شورا له لوري په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې ایران د افغان سولې له هڅو ملاتړ کړی او هیله یې ښوده چې د پخلاینې عالي شورا په رهبرۍ افغانستان یوې تلپاتې سولې ته ورسېږي.

ورته مهال عبدالله د افغان سولې پروسې د ملاتړ له امله د ایراني چارواکو مننه کړې، د سولې په پروسه کې يې د هغوی رول اړین بللی او د ملاتړ د دوام هیله يې ترې کړې.

ایران داسې مهال د عبدالله عبدالله په مشرۍ سولې ته د رسېدو هیله لري، چې په دوحه کې د طالبانو او له کابله تللي پلاوي تر منځ خبرې روانې دي.

عبدالله چې تر دې وړاندې هم پاکستان او هند ته تللی وو؛ سیمې ته یې خپل سفرونه د «سولې پروسې د ملاتړ راجلبولو» په موخه بللي، چې ویل کېږي اشرف غني یې په تړاو ناخوښ دی او له امله یې د پخلاینې عالي شورا پر تشکیل معاشونه هم بند کړي.

د شنونکو په باور، غني ویره لري چې په سیمه کې د عبدالله د نفوذ له زیاتېدو سره به د سولې پروسې واک له ارګ څخه سپېدار ته انتقال کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x