افغانستان

د اشرف غني د سلاکار زوی پاکستان ته د مخدره موادو او نایابه مرغانو په قاچاق تورن شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸ تله، ۱۳۹۹ل): یوې باخبره سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط خبر ورکړی، چې د کابل حکومت د مطبوعاتي سلاکار خوشحال خلیل زوی پاکستان ته د نایابه مرغانو او مخدره موادو د قاچاق په تور په تورخم دروازه کې نیول شوی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو د ادارې مطبوعاتي سلاکار خوشحال خلیل زوی چې غوښتل یې ۶۵ کیلو ګرامه مخدره مواد او ۷۳ وزره نایابه مرغان د تورخم له لارې پاکستان ته قاچاق کړي، چې د مخدره موادو سره د مبارزې د معاونیت له لورې کشف او نیول شوي دي.

سرچینه زیاتوي، ددغو قاچاق کېدونکو مرغانو او مخدره موادو ارزښت یو اعشاریه دوه ملیون ډالره اټکل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تیره اونۍ د جوزجان ـ بلخ پر لویه لار هم لسګونه وزره نایابه مرغان په داسې مهال ونیول شول، چې په غیر قانوني توګه بهرنیو هېوادونو ته قاچاق کېدل.

باید وویل شي چې تردې وړاندې هم ګڼ شمېر لوړ پوړي حکومتي چارواکي او سلاکاران بهرنیو هېوادونو ته د مخدره موادو او بهرنیو اسعارو د قاچاق په تور نیول شوي؛ خو وروسته بیا د پیسو په بدل کې خوشې شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Soltansalehi

بیچاره اوبدبخته اومظلوم ملت له لوژیی مری اوته کولچی خوری یوتعداد موغله اوبل تعداد قاچاق چی اوبل تعداد موقاتلین دی دغو مظلوم ملت یی خوهمومره یی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x