ټولنیزه برخه

حرص تباه کوونکی مرض دی

محمدنبي سلطاني

حرص ارواوږۍ، وږسترګۍ، وږتوبۍ او سراښتوبۍ ته ویل کيږي.

د انسان دغه عمل تر ډېره د انساني ټولني د فساد، ظلم، شخړو، فتنو، جنګو، او وژنو لامل کيږي.

دغه مریضي له غوره، ښه، شريف او عزتمن انسانه ذليل، پرېوتی او سر ټيتی څوک جوړوي، چي د یو څه د تر لاسه کولو له پاره هرڅه ته سر ټيټوي.

دغه مریضي په انسان کي رحم او عاطفه وژني، انساني کرامت، انساني عاطفه  او انسان دوستي ورڅخه اخلي، سخت زړی، بې رحمه، بې عاطفې او قصاب ته ورته څوک ورڅخه جوړوي.

دغه مریضي له انسانه لېوه جوړوي، د خپل ځان د پوره کولو، مړولو او لوړولو له پاره له هيڅ جنایته ډډه نه کوي او هر ذلت ته غاړه ږدي.

دغه مریضي سړی د خپل ایمان او وجدان پر خلاف راپورته کوي، حلالو ته حرام او حرامو ته حلال، باطل ته حق او حق ته باطل، ظالم ته مظلوم او مظلوم ته ظالم، ښه ته بد او بد ته ښه وايي.

دغه مریضي سړی دې ته هڅوي، چي خپل دين او دنیا، وجدان او ضمیر، نوم او نښان، ښه او بد، کور او هیواد، ملګري او دوستان د خپلو نامشروع غوښتنو به بدل کي و پلوري.

دغه مریضي سړی دې ته هڅوي، چي د خپلو ناروا غوښتنو له پاره خپل ایمان په ترخه کي کښېږدي، خپل ديني او دنیوي مسئولیتونه شاته کړي، حقایق له پامه وغورځوي، له خدای جل جلاله، دین، اسلام، ټولني، هيواد او له هرڅه غافل سي، یوازي خپلي غوښتني په پام کي ونیسي.

دغه مریضي له سړي څه د جنت او دوږخ، د دنیا او اخرت، د ښه او بد توپیر هېروي، یوازې پر مال، دولت او قوت باندي یقین پوخوي.

دغه مریضي له سړی عزت او کرامت، خوشحالي او سعادت، دنیا او اخرت اخلي؛ له انسانه، یو غافل، نس مړوونکی او جیب ډکوونکی ځناور جوړوي.

لِأَنْفُسِكُمْ وَمَنْ يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (سورت التغابن: آیت، ۱۶)
ژباړه: څوك چي د خپل نفس له حرص او بخل وساتل سو همدا دوى بريالي دي.

 

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x