ورزش

آی پي ايل؛ په يوه ورځ درې «سوپر اورونه» ترسره شول

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۸ تله، ۱۳۹۹ل): د هند غوره ليګ سيالۍ د نړۍ په کرکټ ليګونو کې له ټولو مخکښ ليګ دی، چې د غوره لوبو ترڅنګ جالبې او زړه راښکونکې صحنې هم لري.

په آی پي ايل کې نن يکشنبه د اکتوبر په ۱۷مه نېټه دوه لوبې ترسره شوې چې دواړه لوبې مساوي شوې خو د بريا پريکړې يې د سوپر اورونو له لارې وشوې.

په لومړۍ لوبه کې کلکته نايټ رايډرز لوبډلې د راشد خان لوبډلې سنرايزرز حيدراباد پر وړاندې په سوپر اور کې بريا خپله کړه، او په دوهمه لوبه کې د مجيب ځدران لوبډلې کينګز اليون پنجاب او ممبۍ انډينز ترمنځ دوه سوپر اورونه ترسره شول چې بالاخره پنجاب بريا خپله کړه.

په لومړۍ لوبه کې د کلکتې لوبډلې سيال لوبډلې ته ۱۶۳ منډې جوړې کړې، چې حيدراباد لوبډلې په شل اورونو کې دغه منډې بشپړې او لوبه مساوي کړه.

لومړی سوپر اور: حيدراباد لومړی توپ وهنه وکړه، دوی ژر ۲ ويکټې له لاسه ورکړې چې په ۳ توپونو يې يوازې ۳ منډې جوړې کړې او پاتې ۳ توپونه ضايع شول، په ځواب کې راشد خان که څه هم غوره توپ اچونه وکړه خو په ۴م توپ کلکتې لوبډلې منډې بشپړې او بريا خپله کړه.

په دوهمه لوبه کې ممبۍ انډينز لومړی توپ وهنه کړې وه او په ټاکلو شلو اورونو کې يې ۱۷۶ منډې جوړې کړې، په ځواب کې پنجاب لوبډلې هم دومره منډې جوړې کړې او لوبه مساوي شوه.

دوهم سوپر اور: پنجاب په يو اور کې ۵ منډې له جاسپريټ بومرا واخيستې، په ځواب کې محمد شامي وتوانېد لوبډله له ماتې وژغوري او يوازې ۵ منډې يې ورکړې چې بيا هم لوبه مساوي شوه. د نوي قانون له مخې دوهم سوپر هم ترسره شو.

دريم سوپر اور: ممبۍ په يوه اور کې د پولارډ او پانډيا په مرسته ۱۱ منډې جوړې کړې، خو پنجاب د کريس ګيل او ميانک اګروال په توپ وهنه په ۴م توپ منډې بشپړې او بريا خپله کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x