د افغانستان او سېمي د چارو کارپوه او وتلي ژورنالیست رحیم الله یوسفزي سره د نن ټکی اسیا ځانګړې مرکه

نن ټکی اسيا: تاسې د حکومت له لوري له پاکستاني طالبانو سره د مرکچي ټيم غړي وئ او ستاسې د هلو ځلو سربېره بيا هم مذاکرات ولې ناکام شول؟

يوسفزی: د فبرورۍ په پيل کې، چې کله دا مذاکرات شروع شول، زه د دې کمېتې غړی وم، د حکومت له لوري دا څلورکسيزه کمېټه وه. بيا طالبانو هم خپله کمېټه اعلان کړه.
لومړی لامل يې دا و، چې دا کار ډېر په بيړه شوی و. موږ سره په دې اړه سمه مشوره نه وه شوې.

لومړي وزير ميا نواز شريف د کمېټې له اعلانه يو ساعت مخکې ماسره رابطه وکړه، ما په پيل کې انکار هم وکړ، ما ورته و ويل، چې لومړی بايد په دې اړه پوره سلا مشوره وشي، چې دا کار به څنګه کوي او بله دا چې دې منتخب حکومت پوځ سره خبره کړې او کنه. ما سره همدا شک و، چې پوځ په مکمله توګه پاکستاني طالبانو سره مذاکراتو لپاره تيار نه دی.

بيا چې لومړي وزير ډېر ټينګار وکړ، نو د هغې مجبورۍ پر اساس زه نوموړې کمېټې کې شامل شوم او بيا چې موږ ميا نواز شريف سره وليدل، نو لومړی ما و ويل، چې د دې خبرې د بريا چانس ايله لس فیصده دی او لومړي وزير و ويل، چې دی دېرش فیصده هيله من دی، چې دا پروسه به کاميابه شي.

زه له پيله پوهېدم، چې دې خبره کې ډېر اخلاص نه و او يا پاکستان کې پوځ ډېر قوي دی او چې هغوی کوم کار نه غواړي، هغه نه کيږي. هغوی په ښکاره د مذاکراتو مخالفت نه دی کړی. د حکومت خبره يې منلې، اوربند يې هم کړی و، خو د هغوی زړه نه و، دوی ويل، چې له خبرو اترو څه نه جوړيږي، دوی مخکې هم خبرې اترې کړي، خو ناکامه شوي دي.

بله خبره دا وه، چې څلوېښت ورځو لپاره خو ډزبندي وشوه، مګر بيا هم چاودنې او بريدونه روان وو.

د دې سربېره د فرنټير کور ملېشې ۲۳ عسکر، چې پاکستاني طالبانو سره مومند ايجنسۍ کې بنديان وو، د پاکستاني طالبانو د مومند ايجنسۍ مشر عمر خالد خراساني، چې عبدالولي يې هم نوم دی، اعلان وکړ، چې دا کسان دوی وژلي دي. له همدې امله بيا دا ډېره ستونزمنه شوه، چې دا خبرې پر مخ لاړې شي.

بل پلو د پاکستاني طالبانو خپلې ګيلې او شکايتونه وو، چې د دوی پر ضد بريدونه کيږي او د دوی ملګري نيول کيږي او وژل کيږي. بيا هغوی غوښتل، چې د دوی غير نظامي ملګري دې خوشې شي؛ خو حکومت هغو کې يو تن هم نه دی خوشې کړی.

بله دا چې هغوی ويل، چې جنوبي وزيرستان کې تاسې يوه سيمه کې د امن زون اعلان کړئ او له هغه ځايه دې پوځ ووځي؛ مګر حکومت دا کار هم ونکړ.

او هغه مهال د حکومت پر ضد به په ډېرو مختلفو نومونو بريدونه او چاودنې کېدې، چې دا بيا وروسته څرګنده شوه، چې دا کار هم پاکستاني طالبانو کاوه. دا خبره هغه مهال روښانه شوه، چې د محسودو طالبانو ډله سجنا ګروپ، چې خان سيد هم ورته وايي؛ له تحريک طالبان پاکستان څخه جلا شول.

هغوی و ويل، چې د اوربند پر مهال به هم پاکستاني طالبانو چاودنې کولې، مګر په بدل نوم.

او بيا د کراچۍ د هوايي ډګر دا پېښه وشوه او پاکستاني طالبانو دا اعلان هم وکړ، چې دا کار دوی کړی دی او بيا دا، چې دا کار د ازبکستان اسلامي تحريک کړی و، دا ډېره خطرناکه خبره وه، چې غیرملکي [بهرنی] ګوند، د نوموړي بريد مسؤوليت ومني او د بريدګرو عکسونه يې هم خپاره کړل.
له دې وروسته بيا حکومت لپاره ناشونې وه، چې د مذاکراتو لړۍ پر مخ بوځي.

پر حکومت ډېر بوج و، چې دا مذاکرات پر مخ بوځي، د پوځ لخوا هم فشار و او د سياسي ګوندونو او رسنيو لخوا هم پر حکومت ډېر فشار و، چې مذاکرات پر مخ بوځي، نو ځکه لومړي وزير ميا نوازشريف د پوځي عملياتو اعلان وکړ.

نن ټکی اسيا: د مولانا فضل الرحمن په ګډون يو شمېر سياستوالو له پيله ويل، چې حکومت مذاکراتو کې مخلص نه دی او له دې لارې پوځي عملياتو لپاره لار اواروي. اوسني عمليات د مولانا وړاندوينه ده او که اتفاقا دا پېښه رامنځته شوه.

یوسفزی: مولانا فضل الرحمن خو دا خبره کړې وه، مګر د دې خبرې نور سياسي لاملونه هم شته.
يو دا چې طالبانو هغه د مذاکراتو لپاره مولانا نه و غوره کړی. دی له دې امله ډېر خوابدی و او بله دا چې د مولانا د ګوند يو بل غړی مفتي کفايت الله طالبانو د خپلې کمېټې غړی اعلان کړی و، چې دې کې هم له مولانا سره مشوره نه وه شوې او بله دا چې د مولانا او طالبانو تر منځ له مخکې هم خپګان موجود و. پاکستاني طالبان پر مولانا فضل الرحمن باور نه کوي. فضل الرحمن هم ويلي، چې پر ده، چې کوم وژونکي بريدونه شوي، هغو کې د پاکستاني طالبانو لاس دی.

زه په خپله فکر نه کوم، چې دا يوه بهانه وه، چې مذاکرات پيل شي او هغه ناکام او بيا پوځي عمليات وشي. موږ چې وايو چې يو لاس نه ټک نه خيژي. که موږ و وايو، چې حکومت ډېر اختيار نه او يا ډېر اخلاص يې نه دی ښوولی، نو طالبانو هم ډېر اخلاص نه دی ښوولی.
هغوی کې د بېلابېلو نظرونو خلک وو. دوی کې هم داسې خلک وو، چې له مخکې نه د خبرو اترو مخالف وو. موږ خبر يو، چې مولانا فضل الله او عمر خالد خراساني اوله کې د خبرو اترو پلويان نه وو.

هغه پاکستاني طالبان، چې افغانستان کې پاتې کيږي، هغوی ډېر د خبرو اترو پلويان نه دي.
يو شمېر پاکستاني طالبان ۲۰۰۹ کال نه را په دېخوا کونړ، نورستان او ننګرهار کې موجود دي: دوی د مذاکراتو ډېر پلويان نه وو او کوم طالبان، چې پاکستان کې اوسي دوی د مذاکراتو پلويان وو.

زه فکر نه کوم چې دا مذاکرات يوه بهانه وه. بله دا چې د شمالي وزيرستان د عملياتو په اړه خو له پخوا هم خبرې کېدې، چې هلته طالبان او د دوی بهرني ملګري اوسي او دا د پاکستان لپاره ډېره بدنامي ده.
دلته د امريکا فشار هم و د پوځ غوښتنه هم دا وه، چې شمالي وزيرستان کې پوځي عمليات وشي.
زه وايم، که هر رنګه سياسي او غير سياسي کمېټه جوړه شوې وای، انجام به يې همدا وی.

نن ټکی اسيا: له دې وړاندې ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ م کلونو کې هم پاکستاني پوځ وزيرستان کې پوځي عمليات وکړل، خو د پاکستاني طالبانو واک او ځواک يې ډېر نه کړ، چې اوس ان تر کراچۍ او اسلام اباده ورسېدل. نو دا اوسني عمليات به څه امنيت راولي؟

يوسفزی: ۲۰۰۳ م کال کې دا عمليات جنوبي وزيرستان کې پيل شوي وو د احمدزی وزيرو سيمه کې او ستاسې خبره سمه ده، چې هغه وخت کې طالبان يوازې جنوبي وزيرستان کې و، بيا محسودو سيمې ته خپاره شو، ورپسې شمالي وزيرستان او بيا ټولې قبايلي سيمې ته او ورو ورو د خيبر پښتونخوا ټولو سيمو ته او بيا چې پنجابي طالبان پيدا شول، نو د پاکستان ګڼو سيمو ته خپاره شوو.

اوس که موږ د پوځي عملياتو په اړه خبره کوو، نو د پوځ د پخواني سرلښکر جنرال پروېز اشفاق کياني خبره به را ياده کړو، چې لومړي وزير نواز شريف ته يې ويلي و، که شمالي وزيرستان کې پوځي عمليات وشي، نو ترهګري به دېرش سلنه راکمه شي. یعنې بيا به هم پاکستان کې د ده په قول اويا سلنه ترهګري موجوده وي.

دا د نوموړي يوه اندازه وه، چې درې کاله د ای ايس ای او شپږ کاله د پوځ مشر پاتې شوی و.
زه فکر کوم، چې شايد خبره اوس هم داسې ده. پوځي عملياتو سره به د طالبانو زور کم شي. له دې مخکې يې هم سوات، مومندو، خيبر ايجنسۍ او نورو سيمو کې خپل مرکزونه له لاسه ورکړي دي او اوس هم د اوسنيو پوځي عملياتو په اړه د دوی ځواب ډېر کمزوری دی او تر اوسه ډېرې کمې حملې شوي دي او تر اوسه شاوخوا شل پاکستاني عسکر وژل شوي دي.

طالبان به کوښښ کوي، چې بريدونه او چاودنې وکړي، خو تاسې ګورئ، چې يو خو د طالبانو په ليکو کې اختلافات راپيدا شول. دغه سجنا ډله، چې له دوی جلا شوه، نو دې سره تحريک طالبان پاکستان ډېر کمزروی شو او زما خيال دی، چې پنجابي طالبان هم سجنا ګروپ سره دي او پنجاب يا د پاکستان نورو سيمو کې به چې عمليات کېدل نو پنجابي طالبانو به کول. دا خبرې په خپل ځای، خو چې شمالي وزيرستان کې به چې څومره تقصان کيږي. پنځه شپږ لکه خلک بې کوره شوي. اباد کلي وران شول او څه خلک افغانستان ته لاړل. له دې مخکې هم يو مليون قبايلي خلک خيبر پښتونخوا کې بې کوره شوي دي. د هغوی د بېرته ګرځيدو امکانات ډېر کم دي او وسايل هم نشته. دا به اوس څنګه کيږي. شپږ لکه خلک، چې کوم اوس بې کوره شوي، افغانستان او خير پښتونخوا سيمو کې؛ دوی به کله بېرته خپلو کورونو ته راوګرځي او اوس، چې کوم خلک بې کوره شوي دا خلک ډېر زيات په غوسه دي. دوی وايي، چې زموږ څه ګناه وه، چې دې روژه او ګرمۍ کې بې کوره شوو.

پوځ به شمالي وزيرستان کې ځمکه ونيسي، خو د طالبانو تاوان به پکې کم وي او هغوی به له سيمې تېښته وکړي او دا نوې چې کومې مسئلې پيدا شوې او دا لکونو خلک بې کوره شول، دا يو نوی مشکل دی او نوې ستونزې دي. حکومت بايد دا اندازه ولګوي، چې ګټه او تاوان به څومره وي.

نن ټکی اسيا: د پاکستاني پوځ پخواني سرلښکر جنرال پرويز کياني شمالي وزيرستان کې پوځي عملياتو ته زړه نه ښه کاوه او په دې اړه يې د امريکا چارواکيو غوښتنې په کلکه رد کړې وې، د پوځ پخواني وياند جنرال اطهر عباس وړمه ورځ و ويل، چې جنرال کياني “مضر احتياط” کړی او تاوان يې موږ اوس ګالو. د نوموړي څرګندونې څومره پر ځای دي؟

يوسفزی: يو خبره دا چې دا فيصله يوازې د پوځ سرلښکر نه کوي. پاکستان کې له اتياوو زيات جنرالان دي او دغه جنرلان په ګډه دا پرېکړه کوي. بله دا چې پوځ يوازې په خپل سر دا پرېکړې نه کوي، حکومت سره هم پکې سلا مشورې کوي. هغه مهال، چې د “پيپلز ګوند” اصف زرداري حکومت و، ممکن د هغوی به دا نه وه خوښه، چې شمالي وزيرستان کې دې پوځي عمليات وشي.

داسې نه ده، چې جنرال کياني پوځي عمليات نه دي کړي. هغه خو ډېر عمليات کړي. په سوات، مومندو، باجوړ، خيبر ايجنسۍ او ګڼو نورو سيمو کې. نوموړي عمليات کړي او هغه له دې نه ډارېده او د فيصلې قوت يې هم و، خو هغه دا نه غوښتل، چې د امريکا په غوښتنه عمليات وکړي.
۲۰۱۲ کې د امريکا د دفاع سکرتر رابرټ ګيټس اعلان وکړ، چې د پاکستان حکومت د پوځي عملياتو پرېکړه کړې او دوی به شمالي وزيرستان کې پوځي عمليات پيلوي. حال دا چې هغه مهال د پوځي عملياتو پلان تيار و، خو د رابرټ ګيټس د وينا له امله نوموړي عمليات وځنډول شول.

دلته پاکستان کې دا رواج دی، چې څوک قدرت کې وي، نو ډېر تعريفونه يې کیږي او چې کله بيا له واکه لرې شي، بيا پرې تنقيد کيږي. او دغه اطهر عباس چې کوم وخت د پوځ وياند و، موږ به ليده، چې جنرال کياني هرې خبرې سره به يې “ښه” کول موږ به چې جنرال کياني سره ملاقات کاو نو جنرال اطهر عباس به مو هلته ليده، د جنرال کياني تعريفونه به يې کول او اوس دی لګيا دی پر کياني نيوکې کوي.

نن ټکی اسيا: د پاکستاني طالبانو وياند شاهدالله شاهد وايي، د حکومت په بمباريو کې د دوی ملګري نه دي وژل شوي او يوازې ولسي وګړي يې وژلي دي. د نوموړي دا څرګندونې څومره پر ځای دي؟

يوسفزی: په دې اړه خو لا څه معلومات نشته. اوس خو چې له شمالي وزيرستانه د پوځي عملياتو په اړه کوم خبرونه راځي، دا خو دعوې دي. پوځ دعوه وکړي، چې دومره پرمختګ يې وکړ او دومره مړي وشول. طالبان بيا له دې خبرې انکار وکړي. د هغوی خپلې دعوې دي. طالبان خو اوس غلي شوي هم دي. پخوا به يې ډېر بيانونه راتلل او اوس يې بيانونه ډېر کم راځي. خو څه ناڅه مقاومت خو شته. دا شل پاکستاني عسکر چې وژل شوي، دا خو د مقاومت په نتيجه کې شوي دي. تر اوسه خو داسې قوي مقاومت نه دی شوی، کېدای شي طالبان ځانونه سمبال کړي. ځان لپاره خوندي ځای وګوري او له هغه ځايه د نويو عملياتو پلان جوړ کړي. تر اوسه خو د دواړه لوريو لخوا دعوې کيږي او چې حقيقت څه دی په دې اړه موږ سره صحیح معلومات نشته. اوس مهال خو پوځ پرمختګ کړی دی. ميران شاه بازار کې هغوی ګرځي او تالاشي کوي. ميرعلي ته هم ځي. داسې هم ويل کيږي طالبان او بهرني پلويان يې اوس نشته او پوځيان په ولسي وګړيو بمبارۍ کوي، خو موږ سره داسې هيڅ ازادې سرچينې نشته، چې موږ يې بر خبره باور وکړو.

نن ټکی اسيا: ځينې کارپوهان وايي، چې طالبان خوندي ځايونو ته تللي دي. دوی به خپل پلان او ستراتيژي ته تغيير ورکړي او خپل ځانونه به ښارونو او مهمو ځايونو کې منظم کړي. دا وړاندوينه څومره ګواښنده ښکاري؟

يوسفزی: دا خوندي ځايونه کوم ځای کې دي او څومره دي. یقينا چې وي به، خو د پخوا په پرتله به ډېر کم وي. دې عملياتو سره د دوی زور کميږي.
بل دا چې شوال، دته خېل او نورو سيمو کې د دوی خوندي ځايونه دي، کېدای شي، راتلونکي وخت پر دغو سيمو کې هم پوځي عمليات وشي. بله دا چې طالبانو کې درز راغلی او سجنا ډله ترې جلا شوې. دې سره د دوی قوت کې کمی راغلی دی. که پنحابي طالبان دوی سره نه وي، نو ټول پاکستان کې بيا دوی عمليات نشي کولای. داسې هم نه ده، چې دوی په بشپړه توګه ماته خوړلې ده. د کراچۍ پر هوايي ډګر، چې دوی کوم عمليات وکړل، دوی د خپل زور يوه قوي څرګندونه ده، خو له پخوا د دوی زور کم شوی دی.

نن ټکی اسيا: د شمالي وزيرستان د عملياتو په اړه کابل ته د محمود خان سفر او څو ورځې وروسته د کابل جګپوړي چارواکي اسلام اباد راغلل. څه فکر کوئ، چې کابل او اسلام اباد به د طالبانو پر خلاف شريکې ستراتيژي ته ورسيږي او که خبره به بيا د بدګمانيو ښکار شي؟

يوسفزی: تاسې وګورئ، چې محمود خان اڅکزی کابل ته کله تللی و. له هغې مخکې نوازشريف حامد کرزي د تيليفون له لارې خبرې کړې وې. ورپسې د افغانستان چارواکيو پاکستان ته دوه سفره کړي دي. د افغانستان د امنيت شورا رئيس رنګين دادفر سپنتا پاکستان ته راغلی و. اوس د جنرا افضل امان په مشرۍ کې اته کسيز هيئت پاکستان ته راغلي. خبرې خو ډېر شوي او ويل کيږي چې ګډ ورکينګ [کاري] ګروپ هم جوړ شوی، خو نتيجه يې څه ده؟ پر يو بل به اعتبار جوړ شي؟ پر يو بل به شک او تورونه لګول پای ته ورسي او کنه؟

تاسې وګورئ، څو ورځې مخکې افغان چارواکو تور لګولی و، چې پاکستاني پوځيان هلمند کې جنګيږي. بله خبره دا ده، چې حامد کرزي پاکستان سره د همکارۍ لپاره اووه شرطونه وړاندې کړي دي. که پاکستان دا مني، نو افغانستان به ورسره د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې مرسته کوي او چې بيا پاکستاني طالبان له شمالي وزيرستان افغانستان ته ځي، نو دوی به يې مخنيوی کوي او چې کونړ، نورستان او ننګرهار کې پاکستاني طالبان اوسي، افغانستان به يې پر ضد پوځي عمليات کوي. افغان حکومت خو دا هم نه مني، چې ملا فضل الله افغانستان کې دی.

بله خبره دا ده، چې افغان حکومت سره دا توان شته، چې پر هغو سيمو کې خپل واک ټينګ کړي، چېرته چې ملا فضل الله او نور پاکستاني طالبان اوسي. نوموړې سيمې خو د افغان حکومت له واکه بهر دي.

ايا افغان حکومت به پاکستان سره مرسته وکړي او يا پاکستان به د افغانستان دا غوښتنې ومني؟ د دې ټولو خبرو ځواب منفي دی. دواړه لوري د يو بل خبره نه مني. خبرې به کيږي، خو پرمختګ به پکې نه کيږي.

نن ټکی اسيا: پاکستاني چارواکي د شمالي وزيرستان د هغو کډوالو په اړه انديښنه لري، چې خوست ته کډه شوي او ورته وايي، چې بېرته پاکستان ته راوګرځي او دوی يې هر رنګه مرستې ته تيار دي. د دوی اندېښنه څومره پر ځای ده؟ او که دغه کډوال را ستانه شي دوی به يې خدمت وکړای شي؟

يوسفزی: يوه خبره خو دا ده، چې دا خلک افغانستان ته ولې لاړل. يو لامل يې دا دی، چې د دوی کومه سيمه ده دته خېل او شاوخوا سيمې، دا افغانستان سره په ګډه پوله پرتې سيمې دي. دوی لپاره هلته تګ اسانه و. بله دا چې پاکستاني پوځ هلته کرفيو [ګرځبندیز] لګولی و او دا خلک دېخوا نشوای راتلای.

بله دا چې لارې بندې وې، موټر او لارۍ نه وې، چې دا خلک پکې خپلې کډې رابار کړي او لارو کې پوستې او تالاشيانې ډېر وې او اصل خبره دا وه، چې دا خلک خوابدي وو. پر پاکستاني ادارو يې باور نه درلود. بله دا چې کوم خلک افغانستان ته تللي د هغوی هلته ځمکې وې او هلته يې خپلوۍ وې. دوی لپاره دا ډېره مناسبه وه، چې افغانستان ته لاړ شي.

بله دا چې يو پروپاګند هم شروع دی، چې څوک افغانستان ته ځي، نو د هرې کډې پر سر زر ډالر ورکوي او هره مياشت به درې سوه ډالر ورکوي. فضل الرحمن په خپله دا خبره کوي، خو زموږ د معلوماتو له مخې دا خبره بې اساسه او درواغ ده.

تاسې وګورئ، چې د پوځي عملياتو له امله پاکستان کې پنځه لکه خلک بې کوره شوي، د دوی سمبالول يو سخت کار دی او که دغه خلک هم راغلي وای، نو دا کار به نور هم سخت شوی وی او زيات شمېرخلکو اوس هم له شمالي وزيرستانه کډې نه دي کړي. تاسې وګورئ رزمک، دته خېل سپين وام ګوړه منډۍ او داسې نورو سيمو کې لا هم خلک پراته دي او پوځ هم نه غواړي دغلته عمليات وکړي. پوځ دوی سره پرېکړې کړي، چې تاسې خپلو سيمو کې طالبان مه پرېږدئ، پر تاسې به عمليات نه کيږي.

د وزيرستان مهاجرين د پاکستان لپاره يو نوی غم شو او د پاکستان په تاريخ کې په لومړي وار دومره ډېرو پاکستانيانو افغانستان ته هجرت وکړ. دې سره اوس نوې اندېښنې پيدا شوي، چې دې خلکو کې به طالبان وي. دوی به څنګه کارول کيږي. اوس به خوست او پکتيا څخه د پاکستان پر خاوره بريدونه کيږي که نه.
پاکستاني چارواکي په دې اړه ډېر اندېښمن دي.

نن ټکی اسيا: وروستۍ پوښتنه، افغان دولت وايي، چې له څه مودې راهيسې پاکستان د ډيورند کرښې له پورې غاړې د نورستان او کونړ ولايتونو کې راکټي بريدونه کوي، مګر پاکستان دا خبره نه مني. د افغانستان دا اندېښنه څومره پر ځای ده او که پاکستان دا کار کوي نو لامل يې څه بولئ؟
يوسفزی: هغه ورځ چې افغان پوځي چارواکي پينډۍ ته راغلي وو، نو پاکستاني پوځيانو ورته و ويل، چې دوی هغه مهال داسې بريدونه کوي، چې دوی مجبور شي او پر دوی د افغانستان له خاورې بريد وشي.
زما په خيال د افغانستان پر خاوره پاکستاني راکټونه لګيدلي دي او هلته خو کلي دي ابادي ده نو عام خلک پکې وژل شوي دي. او بيا اوس داسې هم شوي، افغان حکومت په لومړي ځل کونړ ته لوی توپونه راوستي او له دې مخکې کونړ کې درنې توپې نه وې اوس هغوی هم غواړي دغه توپې استعمال کړي او دواړه لوري به د يو بل خلاف داسې بريدونه کوي. زما خيال دا دی، چې دا سمه طريقه نه ده.
که پاکستاني طالبان د افغانستان له خاورې پر پاکستان بريدونه کوي او پاکستان يې بېرته ځواب ورکوي، نو هغوی خو به پر هاغه ځای نه وي ولاړ. هغو خو به له هغه ځايه وځي نو دې سره خو هغه بريدګر بچ شي او عام خلک پکې و وژل شي. د دې لپاره بايد يو سمه کړنلاره وټاکل شي، تر څو دا مسئله حل کړای شي. زما په ګومان پاکستان غواړي له دې لارې پر افغان حکومت فشار واچوي او پاکستاني طالبان له خپلې خاورې وباسي.
مننه

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د