افغانستان

بغلان: دولتي عسکرو يو بل تازه راخلاص شوی طالب په خپل کور کې وژلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸ تله، ۱۳۹۹ل): له زندان څخه د راخلاص شويو طالب زندانيانو په کورونو د چاپو په دوام دا ځل بيا په بغلان ولايت کې د يو تن تازه راخلاص شوي طالب په کور عسکرو چاپه اچولې او وژلی يې دی.

راپورونه وايي چې د بغلان ولايت دوشي ولسوالۍ په «ګيله کي» کلي کې تېره شپه د «روح الله» په نامه يو تن طالب چې دوه مياشتې مخکې له زندان څخه خلاص شوی و په خپل کور کې له يو بل ميلمه سره يو ځای وژلی دی.

نوموړي له لس کلن زندان تېرولو وروسته خپل عادي ژوند ته مخه کړه خو تېره شپه د يو بل ميلمه «سيار د روح الله زوی» سره يو ځای وژل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې هم دولتي عسکرو د فراه ولايت مرکز اړوند «کوره ګز» سيمه کې د محمد قاسم په نامه د يو تازه راخلاص شوي طالب په کور چاپه اچولې او نوموړی د ښځو او ماشومانو په ګډون د کورنۍ له ۱۲ غړو سره‌ يو ځای وژلی و.

طالب مشرتابه له زندان څخه خلاص شويو طالب بنديانو ته د خپل عادي ژوند تيرولو امر کړی دی او راخلاص شويو طالب زندانيانو هم خپل عادي ژوند ته مخه کړې ده.

بايد وويل شي چې تر دې وړاندې هم د تازه راخلاص شويو زندانيانو په کورونو چاپې وهل شوي او د هغوی هرکلي ته وتليو خپلوانو باندې يې هوايي بريدونه شوي او وژل شوي دي.

د تېر اګست مياشت کې هم د پروان ولایت مرکز چاریکارو اړوند قلعه سعدالله سیمه کې د ځانګړو ځواکونو په چاپه کې د محبوب شاه په نامه د يو تن نوی راخلاص شوی بندي په کور چاپه ووهله چې نوموړی په چاپه کې لومړی ټپي او بيا يې په روغتون خپل ژوند له لاسه ورکړ.

ددې سربېره په بيلابيلو ولايتونو کې د دا ډول نورو پېښو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

څه موده وړاندې د طالبانو د سياسي دفتر وياند ډاکټر محمد نعيم وردګ په يوه مرکه کې ويلي وو چې له زندان څخه تازه راخلاص شوي طالبان د دولتي ځواکونو له لوري چاپې وهل کيږي چې له امله يې ډېر طالبان او د کورنۍ غړي يې وژل کيږي.

نوموړي ويلي وو چې ډېر هغه طالب زندانيان چې له زندان څخه تازه راخلاص شوي د دولت تر واک لاندې سيمو کې د‌ دولتي ادارو له لوري ګواښل کيږي چې سيمې پرېږدي او د طالبانو تر واک لاندې سيمو ته په تګ مجبوريږي.

همدا راز ډاکټر نعيم ويلي دي‌ چې داسې بندیان شته چې مدارسو او مساجدو څخه بیا نیول شوي او یا هم د یوه ولایت څخه بل ولایت ته پر لارو باندي له موټره کښته شوي او ځای پر ځای وژل شوي دي او بیا تور پورې شوی چې د جګړې په ډګر کې ووژل شو.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx