نظــر

د سولې پروسه او فرمایشي امپراطوران

لیکوال: خالد ساپی

په داسې حال کې چې د سولې روانې پروسې پورې ټولو افغانانو هیلې غوټه کړي دي، د کابل ادارې له ناغیړیو سربېره یوه ډله خلک په اګاه یا هم ناخوداګاه ډول د سولې په پروسه کې د پټو معاملو مغشوشونکې اوازې خپروي تر څو د سولې په پروسې پورې غوټه کړې هیلې ترور کړي.

له بلې خوا زمونږ یوه ډله هېوادوال داسې هم شته چې په توده غولیانځه فکر کوي چې د سولې په پروسه کې حلوا وېشله کیژي او دوی ترې محروم پاته شول په داسې حال کې چې سوله لکه څنګه چې د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر حضرت شیخ عبدالحکیم حقانی صاحب حفظه الله په خپله لومړنی ارزښتناکه وینا کې ورته اشاره وکړل چې افغانستان غنيمت نه دی چې د وېشلو په نيت يې له ځان سره جوالونه راوړل شي، بلکې افغانستان يو امانت دی او هر لوری بايد په دې نيت راشي چې دلته څومره بوج پورته کولای شي.”

د شیخ صاحب حفظه الله د پورته وینا څخه په انتباه کې باید ټول افغانان له خپل وس او ظرفیت سره سم د باثباته افغانستان د بیا رغولو لپاره مټې را بډ وهي او د امتیاز غوښتنو او ځان مطرح کولو فرهنګ ته د تل لپاره شا واړوي، همدارنګه د ټولو افغانانو مسوولیت ګڼم چې د ماجراجویه اشخاصو په پېژندلو کې یو د بل مرسته وکړي سره لدې چې طالبان د وولس له متن څخه دي او باور دا دی چې هېڅوک به د دوی په بیا ځل تېر ایستلو کې خپل نامشروع مراد ته ونه رسي.

اصل مطلب ته راځم

څه کم میاشت مخکې مې له یوه ملګري سره د سولې د پروسې په اړه د زړه خواله کول، هغوی د روانو پرمختګونو علاوه د پردې تر شا د یو لړ پټو معاملو خواشینونکی خبر راکړ او زیاته یې کړه چې طالبانو وار له مخې له خپل لوري یو تن چې دا مهال په عربي متحده اماراتو کې اوسي د موقتې ادارې د مشر په توګه صحنې ته د وړاندې کولو لپاره تیار کړی او هره ورځ یې لسګونه خلک لیدو ته ورځي، هغه زیاته کړه چې دده ځينو ملګرو له یاد نامزاد سره چې ګواکی د قندهار اصلي اوسېدونکی دی هم لیدلي دي.

ملګري ته مې د ټوکو په دود ویل چې که کورونا اجازه راکړي زه او ته به هم په سفر ولاړ شو او ددې نوظهوره امپراطور په زیارت به ځانونه مشرف کړو.

د وخت په تېرېدو سره د مدنیت په نوم ورځپاڼې یو خبر په مخه راغی چې په همدې تړاو یې راپور خپور کړی او لیکلي یې دي چې په عربي اماراتو کې مېشت انجنیر احمد شاه درانی هغه نا پېژندل شوې څېره ده چې طالبانو او ښاغلي خلیلزاد د راتلونکی لنډمهالې ولسمشری لپاره پرې سلا شوي دي.

انجنیر احمد شاه درانی څوک دی؟

دیاد امپراتور اصلي نوم احمد شاه د مرحوم محمد علي زوی د کابل ولایت د بګرامیو ولسوالی اصلي اوسیدونکی دی، څه کم شل کاله کیږي چې په عربي اماراتو کې مېشت او په شخصي کاروبار بوخت دی، لدې پخوا یې په تاجکستان او د پاکستان پښتونخواه په پېښور ښار کې د مهاجرت ژوند تېر کړی او په چوک یادګار کې یې صرافي درلوده، پخواني شوروي اتحاد کې یې د انجنیری په برخه کې لوړې زده کړې تر سره کړې اوپه قومي لحاظ ځان خواجه بولي او له مخې یې صدیقي تخلص کاروي.

یو ورور او څو خویندې لري، مور بی بی یې د کابل شمالي ډنډ د ګوذر د کلي اصلي اوسېدونکې ده او د همدې سیمې زورواکی امان الله ګوذر یې ماماخېل او په دبی کې د کار و بار مهم شریکان دي، مېرمن یې د کابل اصلي اوسېدونکې او په کورني چاپېریال کې په فارسي ژبه خبرې کوي.

په اماراتو کې یې لومړی د مستعملو موټرو دفتر(شوروم) درلود، ورپسې یې د الهیله په نوم چې په قوي احتمال د ښاغلي احمد شاه د لورکی نوم به وي، د اماراتو په شارجه ایالت کې یو په زړه پورې مفشن افغاني رستورانت جوړ کړ. ما شخصا چې هغه مهال مې له کاناډا څخه شارجې ته مستعمل موټراناو پرزې واردول په یاد رستورانت کې څو ځله د ځایي ملګرو په ملتیا د ښاغلی احمد شاه د خپل لاس کباب او قابلي پلو نوش جان کړي دي.

د دبی ایالت میشتو ملګرو په قول چې ښاغلی احمدشاه دم ګړی د اماراتو په عجمان ایالت کې له ګڼو تجارتونو  علاوه ګڼ شمېر اسمان څکې  ودانې هم لري.

سیاسي تمایل

د کمونستي رژیم تر سقوط پورې په کابل کې اوسېدلی، عسکري خدمت یې کړی، پخواني شوروي اتحاد ته په تحصیلي بورسیه تللی، لمونځ کوي او د شمالي ټلوالې له زورواکو او جمعیتي چورواکو سره نږدې کورني او کارو باري اړیکې پالي او په دغه هیواد کې د دوی د پانګونو یوازینی او د باور وړ منشي او شریک ګڼل کیږي.

د اوس لپاره همدوره، که اړتیا وه نور بیا،،

که څه هم ما د طالبانو د سیاسي دفتر د سرچینو څخه د نوموړي په اړه پوښتنه وکړه او هغه د نوموړي په اړه د خبر لرلو او یا خلیلزاد یا بل چا سره د موقت حکومت یا موقت ولسمشر په اړه د سلا او مشورې څخه په کلکه انکار وکړ، او دا یې هسي یوه ډرامه وبلله چې کیدای شي چا د خپلو شخصي ګټو لپاره پيل کړې وي، خو زما په نظر کله چې خبره یا ډرامه دغه کچې ته ورسیږي، دلته د طالبانو د سیاسي دفتر د ویاند مسئولیت جوړیږي چې د داسې مغشوشونکو خبرونو له خپرېدو سره سم د تایید یا رد چټک غبرګون وښیي او د استعمارګرو دا زوړ او له موډه لوېدلی روښ چې د محکومو ملتونو د اېل کولو په موخه وار له مخې قلابي مشران تراشي او هوا ورکوي; د تل لپاره په ډانګ ووهي او په دې توګه د عامو افغانانو  هیلې او ارادې له ناځوانمردانه ترور څخه وژغوري تر څو د سولې په روانه ستونزمنه پروسه کې د طالبانو په برلاسي کردار باندې خدای مکړه بې باوره نه شي.

په پای کې روښانه کوم چې دا څو کرښې د ښاغلي احمدشاه د درانه شخصیت ترورول نه بلکه په سوله پورې د ګڼو نورو افغانانو د هیلو د ترور د مخنیوي په پار لیکلې شوي دي، په دې هیله چې د درنو لوستونکو په منځ کې چا خاطرپرې دروند نه شي.

د یو سوله ایز، باثباته او ریښتوني اسلامي نظام څخه برخوردار افغانستان په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمال

دا لکینه ۹۰ فیصده دروغ ده

غوربندی

جمال صاحب

احتمالا ستاسو تعلیق به پاروونکی وي تر څو لیکوال یا لوستونکي ددې قزلباش بشپړ هویت په ډاګه کولو ته وهڅوی!

د پورته لیکنې محتویات به دقیق نه وي اما صحت یې ۱۰۰ فیصده دی!!

اوس نو ستاسو تر پوهې پورې اړه لري چې ایا تاسو د دقت او صحت په توپیر پوهېږی کنه،،، که ځواب هو وي نو ستونزه حل ده او که ځواب نه وي نو بیا غټ سلام سره فول سټاپ!!!

الحاج استاذ بیانزی

استعمارګر او په ځانګړی ډول امریکا کله کله له داسی مجهول الهویتو څخه هم کار اخلی، موږ یی پوره نه پیژنو چه څوک دی، مګر دا چه روسیه کی یی انجینری ویلی، پاکستان کی یی صراف وو، بیا اماراتو کی یو رستورانت لری او څنګ کی یی دنګ دنګو ودانیو لرونکی ورته والی نه لری او بیا سمدلاسه دومره شهرت چه هم د امریکا او هم د طالبانو د تایید وړ دی او …. فکر کوم دا هسی د اذهانو دمغشوشولو مانوری دی احتمالا چه هماغه احمدشاه کومه چالاکی کوی لیکوالان او داسی نورو ته کمیشن ورکوی چه دا سړی… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx