
د خوست د ځاځي میدان ولسوال په وسله وال نښته کې وژل شوی
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸ تله، ۱۳۹۹ل): سیمه ییزو چارواکو په یو وسله وال برید کې د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ د ولسوال عبدالحی ځاځي د وژلو خبر ورکړی دی.
د پکتیا د والي ویاند عبدالرحمن منګل رسنیو ته ویلي، عبدالحی ځاځی نن د شنبې په ورځ (۲۸ تله) غوښتل له کابل څخه خوست ته ولاړ شي، چې د خوست ـ کابل پر لویې لارې د لوګر ولایت مرکز التمور سیمه کې ورباندې برید وشو.
نوموړی زیاتوي، په دغه وسله وال برید کې ولسوال ځاځی او د هغه یو ساتونکی وژل شوی او یو بل تن قومي مشر چې له دوی سره په موټر کې سپور ؤ، ټپي شوی دی.
د منګل په خبره د وژل شوي ولسوال او ساتونکي جسدونه او ټپي شوی قومي مشر د پکتیا حوزوي روغتون ته لیږدول شوي دي.
له بل پلوه د لوګر ولایتي چارواکي بیا د پکتیا د چارو ادعا ردوي او زیاتوي چې دغه برید د پکتیا ولایت مربوط په «کفترخانه» سیمه کې برید ترسره شوی دی.