افغانستانسولې اړوند خبرونه

قریشي: له حکمتیار سره ملاقات «د دوه اړخیزو اړیکو» د لا پراختیا د هڅو برخه ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸ تله، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې د حزب اسلامي ګوند مشر «ګلبدین حکمتیار» په یوه رسمي سفر اسلام اباد ته رسېدلی؛ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، له اسلام اباد څخه د حکمتیار لیدنه د افغانستان-پاکستان د دوه اړخیزو اړیکو د لا پراختیا لپاره د کېدونکو هڅو یوه برخه ده.

حکمتیار چې په اسلام اباد کې يې  د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر «شاه محمود قریشي» سره لیدنه درلوده، په اړه یې د یاد هیواد د بهرنیو چارو له وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې د افغان سولې پروسې، د سیمې پر امنیت او د دوه اړخیزو اړیکو په لا غښتلتیا خبرې وشوې.

قریشي ویلي، چې دوی د پاکستان امنیت د افغانستان په ثبات کې نغښتی بولي او د افغان سولې پروسې په برخه کې «مخلصانه» هلې ځلې کوي؛ نو په خبره یې، نړۍ اوس په همدې برخه کې د پاکستان دریځ ستایي.

د نوموړي له قوله، د افغان سولې لپاره رامنځته شوی فرصت بې ساري دی او پاکستان به هڅه وکړي، د افغانستان په ګډون په سیمه کې د ثبات لپاره خپلې هڅې روانې وساتي.

حکمتیار چې تمه ده درې  ورځې په اسلام اباد کې پاتې شي، په مهال به یې د پاکستان له ولسمشر، لومړي وزیر، د پارلمان له رییس او د مشرانو جرګې له مشر سره لیدنې ولري او د ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې به وینا واوروي.

دغه لیدنه داسې مهال ده، چې په دوحه کې د طالبانو او کابل د مذاکراتي ټيم تر منځ خبرې روانې دي او تر څنګ یې د امریکا-طالبانو تر منځ د شوي تړون په اساس له هیواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ هم تر بل هر وخت چټکه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx