نړۍ

کوټه: اورګاډي باندي دبرید له کبله مرګ ژوبله واوښتله

(نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۲۹)کوټه: نامالومو وسلوالو دپاکستان دبلوچستان ایالت سرښار کوټی ته څیرمه مچ سیمه کي له سورلیو څخه ډک اورګاډي تربرید لاندي راوستي چي له کبله یی دری کسه ځاي پرځآی وژل شوی او ۱۵ نورژوبل شوی دي، ژوبل کسان دکوټي ښارمرکزي روغتون ته رسول شوی دی.

 له سیمي څخه عیني شاهدانوخبري رسنیو ته ویلي چي له شلو څخه زیاتو کسانو اورګاډي تربرید لاندي راوستي، داپیښه دبلوچستان ایالت مچ سیمه کي رامنځ ته شوی ده،

مچ هغه سیمه ده چي کله ناکله دبلوڅو ازادي غوښتونکو دوسلوالو له لوري پاکستاني حکومتي مسئولین له بریدونو سره مخ کیږي، که څه هم ددغه برید پړه تراوسه پوري چاپه غاړه نه ده اخیستي، پاکستاني حکومتي چارواکي شک کوي چي په بریدکي به دبلوڅو ازادي غوښتونکو وسلوالو لاس وي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x