نړۍ

د متحده عربي اماراتو لومړنۍ سوداګريزه الوتکه اسرائيلو ته رسېدلې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸ تله، ۱۳۹۹ل): د لومړي ځل لپاره د متحده عربي اماراتو سوداګريزه الوتکه د اسرائيلو پلازمېنې تل ابیب ته رسېدلې ده.

تل ابیب ته څېره د بن غوريون پر نړيوال هوايي ډګر د اماراتي الوتکې له ښکته کېدو وروسته د الوتکې پيلوټانو او کارکوونکو د اماراتو او اسرائيلو بيرغونه پورته کړي وو.

د اسرائيلو د بهرنيو چارو وزارت اړوند «اسرائیل بالعربية» ټويټر اکاونټ د اماراتي الوتکې ويډيو هم خپره کړې ده، چې د بن غوريون پر هوايي ډګر ښکته شوې ده.

د الوتکې کيپتان صالح عبدالله پر هوايي ډګر جوړې شوې غونډې ته وویل: «موږ دلته په راتلو ډېر خوښ يو او دا له اسرائيلو سره د متحده عربي اماراتو د اړيکو پيل دی.»

د اسرائيلو «يدعوت احرونوت» ورځپاڼې ليکلي، چې سبا سه شنبه به د اسرائيلو رسمي پلاوی د متحده عربي اماراتو پلازمېنې ابوظبۍ ته ولاړ شي.

د تېر سپټمپر په ۱۵مه نېټه متحده عربي اماراتو او اسرائيلو د اړيکو رغولو تړون لاسليک کړ، چې د فلسطین سربېره ډېری مسلمانانو ملتونو له اسرائيلو سره هر ډول اړيکې له فلسطينيانو سره ظلم او خيانت بللی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x