افغانستانسولې اړوند خبرونه

طالبان: د دوحې تړون د جګړې د خاتمې او د سولې د تامین تر ټولو مؤثره حللاره ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸ تله، ۱۳۹۹ل): طالبان وایي، دوی له امریکا سره کړي تړون ته ژمن دي او د افغانستان د جګړې خاتمه او هیواد ته د سولې راتګ په همدې تړون کې نغښتی ویني؛ خو امریکايي لوري بیا له تړون سرغړونه کړې او په هلمند ولایت کې يې پر طالب جنګیالیو هوایي بریدونه کړي.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه د «ورځې خبره» تر عنوان لاندې خپره شوې تبصره کې راغلي، چې د طالبانو-امریکا تر منځ د مذاکراتو په جریان کې دولتي ځواکونو په هلمند ولایت کې عملیات وکړل، له طالبانو یې ځيني سیمې ونیولې او په یادو سیمو کې یې د خلګو په ازار پیل وکړ، چې طالبانو یې اوس مرستې ته ور ودانګل او نیول شوې سیمې یې بیرته له دولتي ځواکونو لاندې کړي.

تبصره کې وړاندې راغلي، چې د جګړې په مهال امریکایي ځواکونو له دوحې تړون څخه سرغړونه کړې او د طالب جنګیالیو پر سنګرونو یې هوایي بریدونه کړي؛ خو ددوی له قوله، د خپل ولس د «امنیت او خدمت» په موخه له نیول شویو ساحو څخه شا ته نه دي تللي او سیمې يې  تر واک لاندې ساتلې.

په تبصره کې طالبانو پر امریکا غږ کړی چې ددوی خلاف هوایي بریدونه ودروي او له شوي تړون سرغړونه ونکړي؛ ځکه ددوي په خبره، د سرغړونې په صورت کې به د جګړې د شدت او ناوړه پایلو مسئولیت د امریکا پر غاړه وي.

طالبانو ددې تر څنګ له امریکا سره کړي تړون ته خپله ژمنتیا بیا ځلې تازه کړې او ټینګار یې کړی چې یاد تړون د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو او د سولې د راتګ تر ټولو مؤثره حللاره ده «زموږ په نظر د جګړې د خاتمې او سولې راتلو تر ټولو مؤثره حللاره د دوحې د تړون بشپړ تطبیق دی.امریکا باید خپل مسؤولیت درک کړي او د دوحې له تړون څخه نه یوازي داچې سرغړونې ونه کړي، بلکې همدا تړون په بشپړه توګه عملي کړي.»

یاده دې وي، چې دغه څرګندونې وروسته له هغه دي چې طالبانو امریکایي لوری د هوایي بریدونو په کولو او د دوحې تړون په نقض تورن کړ.

د امریکا ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» د طالبانو له لوري لګېدلي تورونه «پاروونکي» بللي او له هغوی یې غوښتي چې د جګړې د شدت کچه راټيټه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

د دوحی تړون ورځ تر بلی خپل حیثیت له لاسه ورکوی بالخصوص پس د ننګرهار له ځان وژنی او د هلمند د لشکرګاه د حملی څخه ورسته. هر څومره چی طالبان جګړی ته زور ورکوی د دوحی تړن نور هم ضعیفه کیږی او ممکن چی خلک ټول پری بی باوره شی او هیڅ سره حساب شی. چی ډیر زیان به یی خپله طالبانو ته ورسی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x