افغانستانسولې اړوند خبرونه

ولسي جرګه: بین الافغاني مذاکرات دې ودرول شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸ تله، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت ولسي جرګه وایي، له طالبانو سره خبرې ګټه نه لري او تر هغه مهاله دې مذاکرات ودرول شي تر څو هغوی اوربند منلو ته تیارېږي.

د «اوا» خبري اژانس د راپور په اساس، وکیلانو په نننۍ ناسته کې طالبان د جګړې د شدت په زیاتوالي تورن کړي او له هغوی سره روان مذاکرات يې «بې ګټې» بللي؛ ځکه ددوي په خبره، طالبان له سولې سره علاقه نه لري.

وکیلانو په غور کې پر امنیه قوماندانۍ باندې شوې موټر بم برید ته په اشارې ویلي، چې د دوحې مذاکرات د افغانستان د خلګو د مال او ژوند تضمین نه کوي؛ نو ځکه ددوی له قوله، حکومت باید د کابل مذاکراتي ټیم راوغواړي او خبرې ودروي.

په ولسي جرګه کې د کابل استازی «غلام حسین ناصري» ادعا کوي چې د سولې پروسې تر څنګ یو شمېر داسې حرکتونه روان دي چې دده له قوله «ملي نفاق» ته لمن وهي.

د پارلمان له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې په دوحه کې د طالبانو او له کابله تللي پلاوی تر منځ خبرې او دوه اړخیزې ناستې روانې دي.

څو ورځې وړاندې د دواړو لورو د مذاکراتي ټیمونو عمومي ناسته وشوه او توافق وشو، چې خبرې به نه دروي او ناستې به دوامدارې ساتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

مجاهدینو چی په مکی مکرمی کی قسم وکړ چی اتحاد به کوی بیا هیڅ کله متحد نشول. ####. بهتره خو دا ده چی دا لړی ودرول شی جنګونه خو هسی روان دی.

عبدالواحد

زه نه پوهیږم چه دااولسی جرګه دافغانانوده اوکه دکفاروده آیادوی دخپله اولسه دونه ناخبره دی چه دملحدغنی حکومت هره ورځ دمظلوموافغانانوکلی بمباروی اویایی په توپونوولی بی خبره مظلوم کوچنیان اوښځی وژنی دا دخپل ملت دباره جایزبولی دوی عقلونه لری اوکه هیڅ ضمیر اوعقل نلری دوی عوامودخپل قتل اوچوراوچپاو دپاره انتخاب کړل افسوس پرداسی ضمیرو.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x