افغانستانسولې اړوند خبرونه

دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتي ټیمونو د تماس ډلو پر اختلافي موضوعاتو بحثونه کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸ تله، ۱۳۹۹ل): په دوحه کې د طالبانو او له کابله تللي پلاوي د تماس د ډلو تر منځ یو ځل بیا ناسته شوې او دواړو لورو د ناستو د طرزالعمل د نهایي کېدو په موخه د اختلافي موضوعاتو په تړاو بحثونه کړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «ډاکټر محمد نعیم» پر ټویټرلیکلي، چې په ناسته کې  په اختلافي ټکو بحث وشو او د ناستو په دوام ټينګار وشو تر څو د طرز العملونو په اړه څومره چې زر کېدای شي نهايي تفاهم رامنځ ته شي.

د کابل د مذاکراتي ټیم غړي هم د ناستې تایید کړی او په خبره یې، د اختلافي موضوعاتو د حل په موخه به ناستې دوام لري.

ورته مهال له دوحې څخه سرچینې وایي، چې د تماس په ډلو کې هم د «طالبانو په غوښتنه» بدلون راغلی، تر څو له یوې خوا د تماس ډلې مختصرې شي  او تر څنګ یې تنوع هم رامنځته شي.

د سرچینې له قوله، طالبانو په نننۍ غونډه کې د اختلافي ټکو د حل لپاره مختلف وړاندیزونه هم وړاندې کړي؛ خو دا چې د مقابل لوري لخوا منل شوې که نه؟ لا هم څرګنده نه ده.

یاده دې وي، چې په دوحه کې د طالبانو او له کابله تللي پلاوي تر منځ د مذاکراتو له پيلېدو نږدې یوه نیمه میاشت تېرېږي، خو لا هم د ناستو د طرزالعمل په اړه توافق نه دی شوی.

طالبان ټینګار لري، چې بین الافغاني مذاکرات د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي تړون په اساس پیل شوي؛ نو ځکه باید راتلونکي توافقات هم د همدې تړون پر بنسټ وي؛ خو له کابله تللی پلاوی یې نه مني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Miragha mjrohe

په الله قسم که ده دودئ خورلو طریقه یاده وئ “سنت ریشوت خواره غله ارامزاده
د کابل حکومت، صرف ده دیمکراسئ نوم ده چئ د خپلی عیاشئ له کوشنیو لسو ۱۰ کالو هلکانو او اینجونو نه، د زان د بقا د پاره کاره وئ، نه دیمکراسئ پیژنئ نه ور ته ارزیش لرئ، او نه هم د بل کوم یو دین پیرو دئ په اصل کئ، هغه حرامیان دی چئ نه خور پیژنئ او نه مور، فقط سنگه خپلی عیاشئ له خپل فامیل اولادو سره وکرئ

طوطی

په والله که لدی خبرو اترو څه جوړ شی. خوسی وخت ضایع کول دی او ####

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x