افغانستان

ملا برادر او د قطر د بهرنیو چارو وزیر پر افغان سولې خبرې کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ تله، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې له تیرو څلوېښتو ورځو راهیسې د بین الافغاني مذاکراتو د تماس ګروپونه د طرزالعمل او کړنلارې پر سر د پرلپسې لیدنو سربیره یوې هوکړې ته رسېدلي نه دي، تیره ورځ د طالبانو سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشرملا عبدالغني برادر د قطر هېواد د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره لیدلي دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمدنعیم په خپلې ټویټر پاڼې ددې خبر د تایید ترڅنګ ویلي، چې په دغه ناسته کې دواړو لورو د «دوحې سولې تړون» د بشپړ تطبیق او بین الافغاني مذاکراتو د جریان ترڅنګ په نورو اړونده موضوعاتو خبرې ا ترې کړي دي.

د عامو افغانانو د تمې پر خلاف په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو د کړنلارې او طرزالعمل جوړولو کار ډیر پڅ روان دی، چې د افغان سیاسیونو او کارپوهانو په نظر تر ډیره یې پړه د کابل حکومت د چارواکو په غاړه اچول کیږي.

د اشرف غني اوسنی منتقد او د حج او اوقافو پخواني وزیرمولوي عبدالحکیم منیب هم تیره ورځ د یوې خبري ناستې پرمهال د کابل حکومت تورن کړ، چې د خپلو شخصي مفاداتو لپاره د سولې خبرې ځنډولو سره غواړي جګړه وغځوي.

په ورته مهال د طالبانو مذاکراتي ټیم ته نیږدې سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د مذاکراتو د طرزالعمل ناستو اوږدېدو لامل دادی چې د کابل حکومت مذاکراتي ټیم د سلا مشورې په پلمه له خپلو بهرنیو ملاتړو څخه هره ورځ نوې طرحې او غوښتنې وړاندې کول دي.

دا په داسې حال کې ده چې همدا اوس د کابل حکومت د ملي پخلاینې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د سولې په روانو خبرو د ایراني ملاتړ جلبولو په خاطر په درې ورځني سفر تهران ته تللی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x